Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat
معلومه شوه چې This is the real status of man دا د اِنسان اصلي حيثيت دے۔ مونږ څۀ جوړ کړے شو؟ پۀ زمکه باندې خليفه۔ زۀ که ډاکټر جوړ شم او که جوړ نۀ شم، که مالداره شم او که نۀ شم، سيټھ جوړ شم او که نۀ شم، که زۀ ټوله زمکه پۀ خپل موټي کښې ولې بنده نۀ کړم، که زۀ خپل ځان د دې خِلافت اهل نۀ جوړووم نو د دې مطلب به دا وي چې ما پۀ دُنيا کښې هيڅ هم اونۀ کړل ځکه چې زما چې کوم اصلي حيثيت وو، پۀ اصل کښې چې د کوم منصب د پاره زۀ دلته راليږلے شوے ووم، هغه خو ما هډو حاصل نۀ کړو۔ ځکه پۀ مونږ ټولو باندې لازم دي چې زمونږ کوم اصلي حيثيت دے، هٰغه اصلي منصب د کوم اظهار چي الله پاک زمونږ د جوړولو نه هم وړاندې د فرښتو پۀ مخکښې کړے وو، مونږ د هٰغه منصب د حاصلولو کوشش اوکړو، پۀ ځان کښې د هغې اهليت پيدا کړو۔ لهذا د دې آيت مبارک پۀ ضمن کښې مونږ له د دوو خبرو زده کولو او پۀ هغې د ځان پوهه کولو ضرورت دے (1): د اِنسان دا منصب د کوم چې الله پاک ذِکر وفرمائيلو، يعنې خِلافت، د دې مطلب څۀ دے؟ (2): مونږ څنګه خپل ځان د دې منصب اهل جوړولے شو۔
دلته د خِلافت نه مُراد دے: اِقَامَۃُ اَحْکَامِ اللہِ وَ تَنْفِیْذُقَضَایَاہٗ يعنې (پۀ زمکه باندې) د الله پاک احکام او د هغۀ فيصلې نافذ کول۔ ([1]) مثلاً * الله پاک د نـمونځ حکم اوکړو، زۀ پخپله هم نـمونځ ګزاره جوړ شم او نور هم نـمونځ ګزاره جوړ کړم * الله پاک د روژو نيولو حکم اوکړو، زۀ پخپله هم روژې ونيسم او نور هم روژه دار جوړ کړم * الله پاک د حج حکم اوکړو، که شرطونه پوره وي نو زۀ پخپله هم حج اوکړم او نورو له هم د دې ترغيب ورکړم * الله پاک د سود د لين دين نه منع فرمائيلې ده، ځکه زۀ پخپله هم د دې افت نه بچ شم او نور هم بچ کړم۔