Insan Aur Mansabe Khilafat

Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat

شعور، معمولي عقل والا هم پۀ دې پوهيدے شي چې کله مخامخ کَس د واقعې نه خبر وي يا يـې پۀ خپلو سترګو باندې ليدلې وي، هٰغه وخت وئيلے کيږي: هٰغه فلانکۍ واقعه ياده کړه! هٰغه واقعه کومه چې تا ليدلې وه۔

اوس پۀ دې باره کښې غور اوکړئ چې دا زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څومره لوئي شان دے، واقعه هغه ده کومه چې پۀ صدو مخکښې شوې وه، هٰغه وخت شوې وه کله چې لا حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام جوړ کړے شوے هم نۀ وو او الله پاک فرمائي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هٰغه وخت ياد کړئ! کله چې ستاسو رَبّ فرښتو ته فرمائيلي وو۔ ([1])

د دې نه معلوميږي چې دا زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان دے، هغوئي دُنيا ته اګر که د ټولو نبيانو نه روستو تشريف راوړلو خو د هغوئي تخليق مبارک د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه هم مخکښې شوے وو، کله چې الله پاک د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د پيدائش نه هم مخکښې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د خِلافت اِعلان فرمائيلو، د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور مبارک هٰغه وخت هم پيدا شوے وو او دا ټوله واقعه يـې هم ليدله۔

کوئی کیا جانے کہ کیا ہو                                                                                                    عقلِ عالَم سے وَرا ہو

سب سے اَوَّل، سب سے آخر                                                   ابتدا   ہو   انتہا   ہو([2])

خير! الله پاک فرښتو ته وفرمائيل، څۀ يـې وفرمائيل؟

اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَةًؕ-(پارہ:1، سورۀ البقرة:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ پۀ زمکه کښې خپل نائب جوړولو والا يم۔


 

 



[1]... تفسیر مظہری، پارہ:1، سورۂ بقرۃ، زیر آیت:30، جلد:1، صفحہ:58۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:341 ملتقطًا۔