Insan Aur Mansabe Khilafat

Book Name:Insan Aur Mansabe Khilafat

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره د فضيلت خبره ده، درودِ پاک داسې نا اشنا عمل دے چې د دې پۀ لوستو سره زړۀ خوشحاليږي، غور خو اوکړئ! کله چې د چا پۀ مخکښې زما او ستاسو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر مبارک کيږي او هغه پۀ مينه، پۀ ادب، پۀ محبت سره پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې 100 کرته نۀ، زر [1000] کرته نۀ، لاکھ کرته نۀ بلکې صرف يو ځل درود شريف ولولي نو فرښتے د هغۀ د پاره د بخښنې دعاګانې کوي او د رحمت او کرم نه يـې زار شم! پخپله زمونږ خالِق، زمونږ مالِک، زمونږ خوږ الله پاک د فرښتو پۀ دې دُعا باندې آمين وائي۔

سُبْحٰنَ اللہ! غور اوکړئ چې فرښتے د چا د پاره د بخښنې دُعا اوکړي او پخپله رَبِّ کريم پۀ هٰغه دُعا باندې آمين ووائي، نو آيا داسې خوش قِسمته بنده به هم د بخښنې نه محرومه پاتې کيږي۔۔۔؟ نا! نا۔۔۔!! د درودِ پاک لوستلو والا به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک د رحمت پۀ وسيله، د دواړو جهانو پۀ داتا، مکي مدني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې شاته شاته جَنَّت ته ځي۔

زبان و قلب کی عظمت درودِ پاک سے ہے  ہر ایک غم سے حفاظت درودِ پاک سے ہے

ازل کے دِن سے مرے مصطفےٰ کے چرچے ہیں                                تمام دہر پہ رحمت درودِ پاک سے ہے

بروزِ حشر وہ ہو گا نبی کی قربت میں                                                  جہاں میں جس کو بھی الفت درودِ پاک سے ہے

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                 صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

قَالَ اللہُ تَبَارَکَ وَ تَعَالٰی فِی الْقُرْآنِ الْکَرِیْم  (اللہ پاک پۀ قرآنِ کریم کښې فرمائي):

وَ اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىٕكَةِ اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَةًؕ-قَالُوْۤا اَتَجْعَلُ فِیْهَا مَنْ یُّفْسِدُ فِیْهَا وَ یَسْفِكُ الدِّمَآءَۚ-وَ نَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَ نُقَدِّسُ لَكَؕ-قَالَ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ(۳۰)

صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہٗ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ياد کړه چې کله ستا رب فرښتو ته وفرمائيل: زۀ پۀ زمکه کښې خپل