Book Name:Achay Logon Ki Nishaniyan
دروازې برسيره کړې۔
يعنې کله چې خلقو د الله پاک احکام هير کړل نو الله پاک پۀ هغوې باندې د هر څيز دروازې برسيره کړي، د دې ځائے نه ورته هم رزق راځي، د هغه ځائےنه ورته هم کاميابي نصيب کيږي، وائي:چي خاورې له هم چي لاس وړې نو سرۀ زر ترې جوړيږي ۔ د دې بنده دغه حالت شي۔ بيا څۀ کيږي:
حَتّٰۤى اِذَا فَرِحُوْا بِمَاۤ اُوْتُوْۤا اَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً فَاِذَا هُمْ مُّبْلِسُوْنَ(۴۴) (پارہ:7، سورۀ انعام:44)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تر دې چې کله هغوئي پۀ هغې خوشحاله شو څۀ چې هغوئي ته ورکړے شوي وو نو مونږه هغوئي ناڅاپه ونيول۔
يعنې بنده د نعمتونو د کثرت پۀ وجه غافله شو، پۀ هٰغه نعمتونو کښې به خوشحاله اوسيدو، غرور کوي، بيا ناڅاپه د دغه غفلت پۀ حالت کښې هغه راګير کړے شي۔
اِمامِ حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که تا ته د ګناهونو باوجود نعمتونه ميلاؤيږي نو ويريږه! چې دا د الله پاک پټ تدبير کيدے شي۔ ([1])
معلومه شوه چې د ډيرو نعمتونو ميلاؤيدل، مصيبت نۀ راتلل، هر ځل د فضل نخښه نۀ ده، بعضې وخت دا د ناراضګۍ نخښه هم وي خو ازميښت هر وخت د فضل نخښه وي ۔ وګورئ! * کله چې مونږ ناروغه شو نو څوک يادوو؟ الله پاک * کله چې مو کاروبار بند شي نو څوک يادوو؟ الله پاک * پۀ تنګدستې کښې څوک يادوو؟ الله پاک * خُدائے دې نۀ کړي چې زلزله راشي، سيلاب راشي، تيز طوفان راشي نو ډير غافلان خلق هم کلمه طيبه وئيل شروع کړي۔ معلومه شوه چې الله پاک د کوم بنده سره د نيکۍ اِراده اوکړي، هغه پۀ ازميښت کښې راګير کړي، کله چې پۀ بنده باندې ازميښت راشي نو غفلت ترينه لرې شي او بنده د الله پاک پۀ ياد کښې مصروف شي۔
يو مُلحِد وو۔ کوم بنده چې د الله پاک د وجود نه هم انکاري وي، هغۀ ته مُلحِد