Book Name:Achay Logon Ki Nishaniyan
(2): د دِين فقاهت(پوهه) ميلاؤيدل
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نيک اِنسان يوه ښه نخښه واورئ! پۀ حديثِ پاک کښې دي: مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهٖ خَيْرًا يُّفَقِّهْهٗ فِيْ الدِّيْنِ يعنې الله پاک چې د چا سره د نيکۍ اِراده اوکړي، هغۀ ته د دِين فقاهت (يعنې پوهه) عطا کړي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا ده د نيک انسان نخښه۔۔۔!! الله پاک چې د چا سره د نيکۍ اِراده اوکړي، پۀ چا باندې چې خپل خاص فضل او کرم اوکړي، د هغۀ نخښه داسې ظاهريږي چې بنده د دِين فقِيه (يعنې د دِين پوهه لرونکے) جوړ کړے شي۔
دا خبره ياده ساتۍ چې پۀ عِلم او فقاهت کښې ډير فرق دے۔ د فقاهت مطلب دے: بنده به پۀ فلانکي وخت کښې څۀ کوي؟ څنګه به يـې کوي؟ د دې پوهه نصيب شي۔
د مثال پۀ توګه * يو کَس اودس کوي، هغه ته معلومه ده چې مسواک کول سُنَّت دي او هغه مسواک هم کوي، هلته جَمعه ولاړه ده۔ اوس دلته دوه صورتونه دي، يو خو دا چې انسان دې دلته مسواک کوي او هلته دې ترينه جَمعه وَشي۔ دا د فقاهت نۀ لرلو نخښه ده۔ دويم صورت دا دے چې انسان في الحال مسواک سُنَّت پريږدي او پۀ تادۍ باندې پۀ جَمعه کښې شامل شي، دا فقاهت دے * هم داسې يو بنده غريب دے، پۀ هغه باندې زکوٰة فرض نۀ دے، نـمونځ پۀ هغۀ باندې فرض دے خو هغه د نـمونځ احکام نۀ زده کوي، د زکوٰة احکام زده کوي، دا هم د فقاهت نۀ لرلو نخښه ده۔ غرض دا چې بنده ته دا پته ولګي چې څۀ وخت څۀ کول دي؟ دې ته فقاهت وئيلے شي۔ د دې يو مثال مونږ ته پۀ حديثِ پاک کښې هم ميلاؤيږي: