Achay Logon Ki Nishaniyan

Book Name:Achay Logon Ki Nishaniyan

پۀ دې کښې هيڅ خير نشته۔۔۔

رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لَا خَیْرَ فِیْمَنْ لَّا یُضَیِّفُ يعنې پۀ هٰغه بنده کښې هيڅ خير نشته، کوم چې د ميلمه ميلمستيا نۀ کوي۔ ([1])

وګورئ چې ميلمستيا ته د کوم حده پورې اهميت ورکړے کيږي، دا وئيلے کيږي چې د انسان د نيکۍ او د بدۍ، د هغۀ د شر او د هغۀ د خير معيار ميلمستيا ده * څوک چې ميلمستيا کوي * د ميلمه عزت کوي * ميلمه ته خوشحالي او ارام رسوي * ميلمه چې يـې کور ته راشي نو خوشحاليږي * هٰغه انسان ډير ښۀ دے، د هغۀ پۀ کردار کښې، د هغۀ پۀ اخلاقو کښې، د هغۀ پۀ سيرت او ذات کښې خير دے او * کوم بنده چې د ميلمه عزت نۀ کوي * ميلمه چې کور ته راشي نو د هغۀ مخ مړاوے شي * پۀ زړۀ زړۀ کښې پريشانه کيږي * د ميلمه ښه ميلمستيا نۀ کوي، د داسې انسان پۀ اخلاقو او کردار او د هغۀ پۀ ذات کښې هيڅ خير نشته۔

د ميلمستيا پۀ فضائلو باندې حديثونه

 * د حضرت اَنس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيان دے چې د مدينے منورې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: پۀ کوم کور کښې چې ميلمه وي هٰغه کور ته خير او برکت داسې رامنډې وهي لکه څنګه چې د اوښ د قوب [کوپان] نه لښته (پۀ تيزۍ سره ښکته پريوځي) بلکې د دې نه هم تيز۔ ([2])

 وضاحت: تاسو به اوښ ليدلے وي، د اوښ قوب [کوپان] دغر پۀ شان وي، پۀ هغې باندې د پاسه څۀ څيز ايساريږي نۀ، پۀ هغې باندې که چرې لښته  کيښودے شي نو پۀ تيزۍ سره ترينه غورځيږي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې


 

 



[2]... ابن ماجہ، کتاب الاطعمہ، باب الضیافۃ، صفحہ:545، حدیث:3356۔