Book Name:Achay Logon Ki Nishaniyan
مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي * پۀ دې وجه خلقو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صادق او امين پۀ لقب سره پيژندلو * حضرت عبد الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لا ايمان نۀ وو راوړے چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ليدلو يـې ووئيل: وَجْھُہٗ لَیْسَ بِوَجْہِ کَذَّابٍ دا مبارک مخ د دروغو وئيلو والا مخ نۀ دے، بيا حضرت عبد الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اِسلام قبول کړو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دروغ وئيل ګناه ده، مونږ ته د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّت باندې عمل کول دي او هميشه رښتيا وئيل دي۔ الله پاک دې مونږ ته هميشه د رښتياؤ وئيلو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
سنتیں سیکھنے تین دِن کے لیے ہر مہینے چلیں، قافلے میں چلو
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې