$header_html

Book Name:Achay Logon Ki Nishaniyan

وئيلے شي۔ دا هم د الله پاک د وجود نه انکاري وو، وئيل به يـې چې دا دُنيا خو بس پخپله جوړه شوي، اوس هم پخپله روانه ده۔ يو ځل داسې وشو چې د هغۀ لور بيماره شوه۔ ډاکټرانو له يـې بوتلله، ډاکټرانو چيک اَپ کولو، دوايانې به يـې ورکولې خو شِفا به يـې نصيب نه کيده۔

اخر ډاکټرانو هغه ته ووئيل چې د دۀ لور اوس بچ کيدے نشي۔ د هٰغه مُلحِد د لور سره ډيره مينه وه، ډير خفه شو، بيا څوک وو چې د هغه پۀ حُضُور کښې يـې دُعا کړې وے۔ خُدائے خو يـې هډو منلو نه۔ خو اوس يـې پۀ سر باندې راغلې وه۔ اخر چې کله د هر طرف نه مايوسه شو نو دا تنهايۍ ته لاړو، د دُعا د پاره يـې لاسونه پورته کړل او پۀ ژړا يـې ووئيل: اے الله پاکه! که چرې واقعي ستا وجود وي  نو تۀ زما مدد اوکړې۔ اے الله پاکه! زۀ بالکل بے وسه يم، زما مدد اوکړې، زما د لور شِفا نصيب کړې۔

بس د هغۀ ژړل وو چې د الله پاک پۀ حُضُور کښې د هغۀ دُعا قبوله شوه او د هغۀ د لور شِفا نصيب شوه۔ بيا دۀ ومنله چې د خُدائے وجود واقعي چې شته۔ خو بيا هغه پريشانه وو چې د خُدائے وجود خو شته خو زۀ د کوم خُدائے عبادت اوکړم۔ پۀ دُنيا کښې ډير مذهبونه دي، ټولو ځان له بيل بيل خدايان جوړکړي دي۔ کله چې هغه پۀ دې سوچ کښې وو نو چا هغه له د قرآنِ کريم تحفه ورکړه۔ هغۀ د قرآنِ کريم تلاوت شروع کړو۔ څنګه چې يـې قرآنِ کريم لوستلو، د زړۀ نه يـې د تيارې پردې لرې کيدلې، اخر د هغۀ زړۀ پۀ اِيمان باندې منور شو او يې کلمه ووئيله او مسلمان شو۔

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې الله پاک د کوم بنده سره د نيکۍ اِراده وفرمائي نو هغه پۀ ازميښت کښې راګير کړي، د هٰغه ازميښت پۀ برکت انسان د نيکۍ او د هدايت طرف ته ځي۔


 

 



$footer_html