Book Name:Achay Logon Ki Nishaniyan
پۀ کاروبار کښې نقصان ولې وشو۔۔۔؟
يو ډير ښکلے روايت دے۔ پۀ توجه سره يـې واورئ۔ حضرت عبدُ الله بن مَسعُود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: بنده بعضې وخت د تجارت اِراده کوي، هٰغه وخت الله پاک هغۀ ته د رحمت نظر فرمائي او فرښتو ته حُکم کوي: دا بنده د تجارت نه لرې کړئ، که د دۀ د پاره تجارت اسان کړے شو نو دا به د دۀ دوزخ ته د تللو سبب جوړ شي۔ بس فرښتے د هغۀ او د تجارت ترمينځه خڼد [يعنې رکاوټ] جوړ شي۔([1])
اَللہُ اَکْبَر! څنګه خبره ده۔۔۔!! بنده د کور نه ووتو، دکان ته لاړو، الله پاک پۀ هغۀ باندې فضل فرمائي، الله پاک اِراده کړې ده چې پۀ هغۀ باندې دې خصوصي کرم او اِحسان اوکړے شي، ځکه د فرښتو ډيوټي ولګولے شي، د کومې خبرې۔۔۔؟ دا چې نن د ټول بازار ګاهک د هغۀ دکان ته راجمع کړے شي۔۔۔؟ نا۔۔۔!! د فرښتو ډيوټي ولګي چې نن د دۀ دکان ته يوګاهک هم مۀ راپريږدئ۔ ولې؟ ځکه که د دۀ سره مال راغلو نو دا به د غفلت ښکار شي، پۀ ګناهونو کښې به اخته شي او د دوزخ حقدار به جوړ شي۔
الله! الله! دلته که داسې ازميښت راشي نو خلق ګيلې کوي او وائي: څۀ ګناه وشوه چې پۀ ما باندې ازميښت راغلے دے۔ داسې وئيل نۀ دي پکار بلکې دا سوچ کول پکار دي چې زما د ګناهونو شامت راغلے دے نو شُکر ادا کول پکار دي چې الله پاک د چا سره د نيکۍ اراده فرمائي نو هغه پۀ ازميښت کښې راګيروي۔
دلته يوه خبره ياده ساتئ چې مونږ ته د ازميښت د دُعا کولو اجازت نشته۔ بعضې خلق چې کله داسې حديثونه واوري نو د ځان د پاره د ازميښت دُعاګانې کوي چې يا الله پاکه! پۀ ما باندې څه ازميښت راولي د پاره د دې چې زما ګناهونه ختم شي۔ دا غلطه خبره ده۔