Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat
والؤ تر ډيرې مودې پورې دا دستور وو چې کوم کَس به پيدائشي ګونګے [يعنې چاړا] وو نو هغۀ به يـې کعبې شريفې ته راوستلو او د کعبې شريفې چابي به يـې د هغۀ پۀ خُله کښې کيښودله د کومې پۀ برکت چې به ماشوم خبرې شروع کولې۔ ([1])
علّامه احمد بن علي فاسِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: د کال 433 هجرۍ خبره ده، د کعبې شريفې د يو ګوټ د رُکنِ يَمَاني نه د ګوتې برابر د کاڼي ټوټه ماته شوه، د خلقو دې طرف ته پام نشو، ځکه هغه واپس جوړ هم نکړے شو، د کاڼي د دومره وړې شان ټوټې د کعبې شريفې نه د جُدا کيدو نحوست(سپيرۀ والے) دا شو چې پۀ مکه مکرمه کښې بيماري راغله، هره ورځ به خلق مړه کيدل، څوک چې به هم د دې بيمارۍ ښکار شو نو پۀ دريو ورځو کښې به دننه دننه مړ کيدلو، دغه وخت يو څوک نيک انسان د خوب پۀ ذريعه د معاملې نه خبر کړے شو، نو هٰغه ټوټه ولټولے شوه او بيرته د کعبې شريفې د ديوال سره ولګولے شوه نو بيماري ختمه شوه۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ ته هم د کعبې شريفې د عزت کولو، پۀ ادب او احترام سره کعبې شريفې ته د کتلو، د دې نه د برکتونو حاصلولو، د کعبې شريفې د غِلاف د نيولو، د کعبې شريفې د دروازې د ښکلولو، د دې سره د پيوست کيدلو او د ښه ډيرو دعاګانو کولو توفيق راعطا کړي۔ کاش چې د کعبې شريفې پۀ برکت زمونږه د جسماني بيمارو او د دې سره سره د ګناهونو د مرضونو نه هم شِفا نصيب شي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
(4): پۀ کعبه شریفه کښې واضحه نخښې دي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د کعبې شريفې څلورم خاصيت کوم چې الله پاک پۀ څلورمه سيپاره، سورۀ آلِ عمران آيت: 97 کښې بيان کړے دے، هغه دے: