Kaba Shareef Ki Khasosiyat

Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat

دوه غرونه دي، * د دې کعبې شريفې سره پۀ خوا کښې د الله پاک د اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيدائش مبارک ځائے دے، * د دې کعبې شريفې سره پۀ خوا کښې د مِنیٰ، مُزدَلفې او عرفات پۀ شان ځايونه دي * هم دا کعبه شريفه ده چې د دې د عزت پۀ وجه مرغۍ د دې د پاڅه نۀ الوځي، * هم دا هٰغه کعبه شريفه ده چې کله يوه مرغۍ بيماره شي نو د دې پۀ فضاګانو کښې والوځي او شفا حاصله کړي،    * هم د دې کعبې شريفې د حفاظت د پاره پۀ ابابيل(توتَکرکو) فِيل (يعنې هاتيان) ووژلے شو، * د دې کعبې شريفې طرف ته د خلقو زړونه قدرتي طور مائل دي،        * د دې کعبې شريفې پۀ برکت پۀ مکه مکرمه کښې پيداوار هيڅ نشته خو دلته قحط نۀ راځي، خلق د لوږې نه نۀ مړه کيږي، * د دې کعبې شريفې برکت دے چې هر کال پۀ لکونو خلق د حج د پاره دلته راځي، د دې باوجود نۀ دلته د خوراک کمے راځي او نۀ اوبه کميږي۔ د دې نه علاوه د قُدرت نورې هم ډيرې نخښې دي کومې چې پۀ کعبه شريفه کښې، پۀ مسجدِ حرام کښې او پۀ مکه مکرمه کښې موجودې دي۔ ([1])

(5): کعبه شریفه د اَمن ځائے دے

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د کعبې شريفې پينځم خاصيت دا دے چې

وَ مَنْ دَخَلَہٗ کَانَ اٰمِنًا ؕ

(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران: 97)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: څوک چې پۀ دې کښې داخل شو امن والا شو۔

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې څوک کعبې شريفې (او د دې ګير چاپيره تر څو کلوميټره پورې پۀ خور شوي حرمِ پاک) کښې داخل شو، هغۀ پۀ امن کښې شو۔

مکې مکرمې ته راتلونکے بخښلے کيږي

علمائے کرام فرمائي چې کوم بنده د کعبې شريفې (يا د حرمِ پاک حدونو) ته داخل شي نو د هغۀ پۀ اَمن کښې د کيدلو مختلف صورتونه دي: (1): د دې يو صورت


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:4، سورۂ  آل عمران، زیرِ آیت:97، جلد:4، صفحہ:37 ۔