Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat
فِیْہِ اٰیٰتٌۢ بَیِّنٰتٌ مَّقَامُ اِبْرٰھِیْمَ ج۬
(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران: 97)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ هغې کښې ښکاره نخښې دي، د ابراهيم د ودريدلو ځائے دے۔
پۀ تفسيرِ نعيمي کښې د دې آيت لاندې دي: د دې نه مُراد دا نۀ دے چې صرف پۀ کعبه شريفه کښې د الله پاک نخښې دي بلکې مُراد دا دے چې پخپله پۀ کعبه شريفه کښې، د دې خواؤ شاه پۀ مسجدِ حرام شريف کښې بلکې پۀ ټوله مکه مکرمه او د حرم پۀ حدونو کښې د الله پاک واضحه نخښې دي۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ کعبه شريفه، مسجدِ حرام او مکه مکرمه کښې د الله پاک دا واضحه نخښې څۀ دي؟ پۀ دې باره کښې مفسرينِ کرام فرمائي: * د کعبې شريفې سره پۀ خوا کښې مقامِ ابراهيم موجود دے * مقامِ ابراهيم يو جنَّتي کاڼے دے او دا هٰغه مبارک کاڼے دے پۀ کوم باندې چې حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ودريدلو او د کعبې شريفې ديوالونه يـې جوړول * مقامِ ابراهيم هٰغه مبارک کاڼے دے چې حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام به پۀ دې باندې ودريدلو او د کعبې شريفې ديوالونه به يـې جوړَوَل، څومره چې به ديوال لوړيدلو نو دا کاڼے به هم لوړيدلو او مازيګر چې به ترينه کله حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام راکوزيدلو نو دا کاڼے به هم راښکته کيدلو * مقامِ ابراهيم هٰغه مبارک کاڼے دے چې حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ دې باندې ښپې مبارکې کيښودلې نو دا دومره نرم شو چې پۀ دۀ باندې د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د ښپو نخښې جوړې شوې کومې چې د زرګونو کالو تيريدو باوجود هم اوسه پورې موجودې دي * الله پاک دې کاڼي ته دومره عظمت عطا کړو چې د ټولو حاجيانو سرونه يـې د دۀ طرف ته راښکته کړل، فرمائي ([2]):