Kaba Shareef Ki Khasosiyat

Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat

وسيلې سره پناه وغوښتله خو خاوند له يـې بيا هم حيا نۀ ورتلله، هغۀ چې څنګه په  زنانه باندي  لاس اوچت  کړو نو د هغۀ لاس شَل [يعنې لاس يـې بے ځانه] شو۔ ([1])

معلومه شوه چې کوم بنده د کعبې شريفې خوا له راشي او پناه وغواړي نو هغۀ له پناه ورکړے کيږي۔

(6): د کعبې شریفې حج کولے شي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د کعبې شريفې پۀ خاصيتونو کښې دا هم ارشاد شول چې

وَ لِلّٰہِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ اِلَیْہِ سَبِیْلًا ؕ وَ مَنْ  کَفَرَ فَاِنَّ اللّٰہَ غَنِیٌّ عَنِ  الْعٰلَمِیْنَ (۹۷)

(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:97)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د الله د پاره پۀ خلقو باندې د دې کور حج کول فرض دي څوک چې دې ته د رسيدلو طاقت لري او څوک چې انکار وکړي نو الله د ټول جهان نه بے پرواه دے۔

سُبْحٰنَ اللہ! دا هُم د کعبې شريفې خاصيت دے چې پۀ مخ د زمکه باندې پۀ بَل هيڅ يو ځائے کښې حج نۀ کيږي، غير مسلمو پۀ مسلمانانو باندې اعتراض کړے وو او وئيلي يـې وو چې بَيتُ المُقَدَّس د انبيائے کرامو عَلَیْہِمُ السَّلَام قبله ده، الله پاک پۀ دې آيت مبارک کښې وفرمائيل چې بَيتُ المُقَدَّس اګر که د ډيرو انبيائے کرامو عَلَیْہِمُ السَّلَام قبله پاتې شوې ده نو يقيناً چې دا د بَيتُ المُقَدَّس فضيلت دے خو          * کعبه شريفه هٰغه مُقَدَّس ځائے دے چې د زمکې د پيدائش نه تر قيامته پورې چې د څۀ طواف کولے کيدلو، کولے کيږي او کولے به شي نو هغه هم کعبه شريفه ده * هُم دا کعبه شريفه ده چې انبيائے کرامو عَلَیْہِمُ السَّلَام به هم د دې حج کولو  * اَبُو البشر حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ بَرِّ صغِير کښې اوسيدلو، د يو روايت مطابق حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د دې ځائے نه پۀ پيدل تللو 70 حجونه ادا کړل بلکې د حضرت


 

 



[1]... معجمِ کبیر، جلد:2 ، صفحہ:297 ، رقم:2999 ۔