Kaba Shareef Ki Khasosiyat

Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat

پۀ مکه مکرمه کښې د وفات کيدو فضيلت

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د کعبې شريفې عظيم برکت۔۔۔!! کوم خوش قِسمته چې د کعبې شريفې پۀ حدونو کښې، د حرمِ پاک  حدونو ته  راشي، د حج سعادت حاصل کړي، الله پاک هغۀ ته د عذاب نه نجات عطا کوي۔ پۀ يو حديثِ پاک کښې دي، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې  د حرمَينو نه  پۀ يو (يعنې مکه مکرمه يا مدينه مُنَوَّره) کښې وفات شي، هغۀ به زما شفاعت بيامومي او د قيامت پۀ ورځ باندې به د اَمن والؤ سره راپاڅي۔ ([1])

پۀ زړونو کښې شفقت کيښودے کيږي!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حرمِ پاک ته داخليدونکے پۀ اَمن کښې شي، د دې يو صورت علمائے کرامو دا ليکلے دے چې کوم خوش قِسمته حرمِ پاک ته داخل شي، الله پاک د مخلوق پۀ زړۀ کښې د هغۀ د پاره شفقت پيدا کړي ([2])، تر دې پورې چې که ښکار کوونکے ځناور پۀ بَل ځناور (مثلاً ازمرے پۀ هوسۍ باندې حمله کوي) او هٰغه ځناور رامنډې کړي او د حرمِ پاک حدونو ته راورسي نو ښکار کوونکے ځناور هغه پريږي، پۀ هغه باندې حمله نۀ کوي، هم دغه شان څوک چې دلته راشي او پناه واخلي، الله پاک هغۀ ته پناه عطا کوي۔ ([3])

د ظالِم خاوند لاس شَل شو

حضرت حُوَيطَب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د جهالت د زمانې خبره ده، زۀ د کعبې شريفې سره پۀ خوا کښې ناست ووم، پۀ دې کښې يوه زنانه هلته راغله، د هغې خاوند پۀ هغې باندې ظلم کولو، زنانه د خپل خاوند خلاف د کعبې شريفې پۀ


 

 



[1]... معجمِ کبیر، جلد:3 ، صفحہ:568 ، حدیث:5980۔

[2]... تفسیرِ کبیر، پارہ:4 ، سورۂ آلِ عمران، زیرِ آیت:97 ، جلد:3 ، صفحہ:303۔

[3]... تفسیرِ بغوی، پارہ:4 ، سورۂ آلِ عمران، زیرِ آیت:96 ، جلد:1 ، صفحہ:385۔