Kaba Shareef Ki Khasosiyat

Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat

د آيت مبارک شانِ نزول

علمائے کرامو د دې آيتونو شانِ نزول څۀ داسې بيان کړے دے چې يو ځل غير مسلمو پۀ مسلمانانو باندې اعتراض وکړو چې ستاسو قبله کعبه شريفه ده او زمونږه قبله بَيتُ المُقَدَّس (يعنې مَسجدِ اقصیٰ) ده او بَيتُ المُقَدَّس د کعبې شريفې نه افضل دے، ځکه زمونږه دِين هم ستاسو د دِين نه افضل دے، پۀ خپله دې دعویٰ باندې هٰغه غير مسلمو يو څو دليلونه ورکړل، مثلاً يو دليل هغوئي دا ورکړو چې بَيتُ المُقَدَّس مخکښې جوړ شو او کعبه شريفه وروستو جوړه کړے شوه، ځکه بَيتُ المُقدَّس ته د اَوَّلِيَّت شان حاصل دے، د دې نه ثابته شوه چې بَيتُ المُقَدَّس افضل دے، دغه شان بَيتُ المُقَدَّس د انبيائے کرامو عَلَیْہِمُ السَّلَام قبله هم پاتې شوې ده، ځکه بَيتُ المُقَدَّس د کعبې شريفې نه افضل دے۔ ([1]) پۀ دې باندې دا آيتونه نازل شو۔

د آيتونو مبارکو مختصر خُلاصه

الله پاک فرمائي:

اِنَّ اَوَّلَ بَیْتٍ وُّضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِیْ بِبَکَّۃَ مُبٰرَکًا  وَّ ھُدًی  لِّلْعٰلَمِیْنَ (ۚ۹۶) فِیْہِ اٰیٰتٌۢ بَیِّنٰتٌ مَّقَامُ  اِبْرٰھِیْمَ ۬ۚ وَ مَنْ دَخَلَہٗ کَانَ اٰمِنًا ؕ وَ لِلّٰہِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ اِلَیْہِ سَبِیْلًا ؕ وَ مَنْ  کَفَرَ فَاِنَّ اللّٰہَ غَنِیٌّ عَنِ  الْعٰلَمِیْنَ (۹۷)

(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:96-97)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه د ټولو نه وړومبے کور کوم چې د خلقو د عبادت د پاره جوړ کړے شو هٰغه دے کوم چې پۀ مَکّه کښې دے برکت والا دے او د ټول جهان والؤ د پاره هدايت دے۔ پۀ هغې کښې ښکاره نخښې دي، د ابراهيم د ودريدلو ځائے دے او څوک چې پۀ دې کښې داخل شو امن والا شو او د الله د پاره پۀ خلقو باندې د دې کور حج کول فرض دي څوک چې دې ته د رسيدلو طاقت لري او څوک چې انکار وکړي نو الله د ټول جهان نه بے پرواه دے۔

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:4 ، سورۂ آلِ عمران، زیرِ آیت:96 ، جلد:4 ، صفحہ:29۔