Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat
وخت فرښتو داسې ظاهره کړه چې مونږه د خلافت زياتې حقدارې يو، پۀ دې باندې الله پاک ارشاد وفرمائيلو:
قَالَ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ (۳۰)
(پارہ:1، سورۀ بقرہ :30)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: [الله] وفرمائيل: بے شكه ماته هٰغه معلوم دي څۀ چې تاسو ته نۀ دي معلوم۔
د الله پاک پۀ دې اِرشاد اوريدو فرښتو ته داسې ولګيده چې کيدے شي چې زمونږ پۀ خبره الله پاک زمونږ نه ناراضه دے، نو بيا فرښتو د عرشِ اِلٰہی پناه واخسته، خپل مخونه يـې پورته کړل، عاجزي يـې وکړه، اوئې ژړل او تر 7 کالو پورې يـې د عرشِ اِلٰہی طواف کولو، اخر الله پاک د هغوئي طرف ته د رحمت نظر وکړو او د عرش د لاندې يـې د هغوئي د پاره څلورو ستنو والا، د زَمردو يو کور جوړ کړو او فرښتو ته يـې وفرمائيل: د دې کور طواف کوئ۔ نو فرښتو د دې کور طواف شروع کړو، دې ته بَيتُ المَعمُور وئيلے شي۔ بيا الله پاک څۀ فرښتے زمکې ته راوليږلې او حکم يـې وکړو چې پۀ زمکه هم د بَيتُ المَعمُور پۀ شان او هم د دغه سائز يو کور جوړ کړئ۔ بيا چې کله دغه کور جوړ کړے شو نو الله پاک د زمکې مخلوق ته حکم وکړو چې لکه څنګه چې اسمان والا د بَيتُ المَعمُور طواف کوي،هم دغسي تاسو هم د دې کور طواف کوئ۔۔۔!! ([1])
د يو روايت مطابق د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د پيدائش نه دوه زره کاله مخکښې، د بَيتُ المَعمُور نه بالکل لاندې فرښتو د کعبې شريفې ودانې جوړه کړه، دا پۀ پيمائش کښې د بَيتُ المَعمُور همره وه، هٰغه وخت د کعبې شريفې طواف خو صرف د زمکې فرښتو کولو خو د دې حج د زمکې او د اسمان ټولو فرښتو کولو۔ ([2])
د دې روايتونو نه معلومه شوه چې د زمکې د پيدائش نه دوه زره کاله مخکښي د