Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat
خو دا دے چې کوم خوش قِسمته د نيکۍ پۀ نيت باندې د حج يا عمرې کولو وغيره د پاره حرمِ پاک ته ورسي، هغۀ به د قيامت پۀ ورځ د عذاب نه پۀ امن کښې وي۔ ([1]) سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې حرمِ پاکِ ته راشي، هغۀ ته نيکۍ ميلاؤيږي، د هغۀ ګناهونه ختمولے کيږي او هغۀ بخښلے کيږي۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! د کعبې شريفې څومره عظيم شان دے چې کوم بنده کعبې شريفې ته نزدې هُم نۀ بلکې د حرم حدونو ته ورسي، هغۀ ته نيکۍ ميلاؤيږي، ګناهونه يـې ختمولے کيږي او هغۀ بخښلے کيږي۔
قاضِي عياض مالکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شِفَا شريف کښې ليکلي دي: يو ځل د سَعدُون خَولاني خوا له څۀ خلق راغلل او اوئې وئيل چې فلانکۍ قبيلې يو کَس ووژلو، بيا يـې د هغۀ مړي ته وور ورته کړو خو د حيرانتيا خبره وه چې ټوله شپه د هغۀ وجود پۀ وور کښې وو خو د دې باوجود پۀ هغۀ باندې وور هيڅ اثر ونکړو، تر دې پورې چې د هغۀ سپين رنګ پۀ وور کښې د سوزيدو نه پس هم هٰغه شان وو۔ سَعدُون خَولاني چې دا خبره واوريدله نو اوئې وئيل: هٰغه مړ شوي کَس به درې حجونه کړي وي؟ خلقو ووئيل: آؤ! هغۀ درې حجونه کړي وو۔ پۀ دې باندې سَعدُون خَولاني ووئيل: ما ته دا خبره رارسيدلې ده چې کوم بنده يو حج وکړي هغۀ خپل فرض ادا کړو، چا چې دويم حج وکړو، هغۀ د الله پاک پۀ بارګاه کښې قرض پيش کړو او چا چې درې حجونه وکړل الله پاک د هغۀ وجود او د هغۀ پۀ بدن باندې پۀ راختلو ويښتو باندې د دوزخ وور حرام کړي۔ ([3])