Kaba Shareef Ki Khasosiyat

Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat

دارُ الاِفتّاء اهلسُنَّت (Dar-ul-Ifta Ahlesunnat) ايپ تعارف

د دعوتِ اِسلامي د  I.T ډيپارټمنټ له خوا موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې دے: Darul Ifta Ahlesunnat (دار الافتاء اهلسنت)۔ دا ايپلي کيشن پۀ  Android او IOS  دواړه قِسمه ډيوائسز کښې پۀ اسانۍ سره ډاؤن لوډ کيدے شي، پۀ دې موبائل ايپلي کيشن کښې * پۀ مختلفو موضوعاتو باندې د پوښتلے شوو سوالونو جوابونه پۀ آډيو، ويډيو او ټيکسټ شکل کښي موجود دي * د تجارت احکام * فرض علوم کورس * او تجارت کورس هم پۀ دې ايپلي کيشن کښې شامِل دے۔ تاسو هم دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ کړئ! پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔  

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!     صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: د مړي د سَر يا د ګيرې وغيره ويښته کټ کول مکروهِ تحريمي، ناجائزه او ګناه ده۔

وضاحت: پۀ عوامو کښې دا خبره مشهوره ده چې مړي له غټ غسل ورکول (يعنې غير ضروري ويښته کټ کول) ضروري وي، داسې که ونکړے شي نو ګنهګار به وي خو شرعي مسئله داسې نۀ ده۔ زمونږه پۀ معاشره کښې د اِسلامي معلوماتو د کمي پۀ وجه بعضې بالکل غلطې او غير شرعي خبرې مشهورې دي، پۀ دې کښې يوه د مړي د غير ضروري ويښتو د کټ کولو ضروري ګڼل هم شامل دي، حالانکې علمائے کرامو د دې نه پۀ واضحه توګه منع فرمائيلې ده۔ پۀ بهارِ شريعت کښې دي: د مړي ګيره يا د سر ويښته ګمنځول يا نوکان کټ کول يا د څه  ځائے ويښته خريل