Kaba Shareef Ki Khasosiyat

Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat

اِبنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ روايت کښې دي: حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د بَرِّ صغِير نه پۀ پيدل تللو 1000 کرته مکې مکرمې ته تشريف راوړلو، پۀ دې کښې هغوئي 300 کرته حج ادا کړو او 700 عمرې يـې ادا کړې * حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام هم حج ادا کړو  * حضرت هُود عَلَیْهِ السَّلَام هم حج ادا کړو * حضرت صالِح عَلَیْهِ السَّلَام * حضرت شُعيب عَلَیْهِ السَّلَام هم حج ادا کړو * بلکې پۀ حديثِ پاک کښې خو دي چې هٰغه ټولو انبيائے کرامو عَلَیْہِمُ السَّلَام د کومو پۀ قومونو باندې چې عذابونه راغلل، چې کله به د هغوئي قوم هلاک شو نو هغوئي به مکې مکرمې ته تشريف راوړلو او د دُنيا نه د تشريف وړلو پورې به هم دلته پۀ عبادت کښې مصروفه  اوسيدل۔ ([1])  

غرض دا چې دا هم د کعبې شريفې خاصيت دے چې څومره انبيائے کرامو عَلَیْہِمُ السَّلَام هم حج ادا کړے نو صرف او صرف  د کعبې شريف حج يـې ادا کړے، پۀ دُنيا کښې بَل هيڅ داسې يو ځائے نشته چرته چې حج شوے وي يا بيا د پاره چرته کيدے شي۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!     صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د ذيقعده شريف مبارکه مياشت شروع ده، دا هٰغه مبارکه مياشت ده چې پۀ دې مبارکه مياشت کښې د حج قافلې روانيږي، الله دې کړي چې زمونږه هم بخت رابيدار شي، زمونږه هم د حج او د عمرې سعادت نصيب شي، مونږه هم مکې مکرمې ته لاړ شو، د کعبې شريفې د طواف کولو سعادت حاصل کړو، پۀ خوشحالۍ او پۀ جوش کښې د کعبې شريفې نه ګير چاپيره تاؤ شو، کله د کعبې شريفې غِلاف نيسو،او کله حجرِ اَسوَد ښکلوو۔ الله پاک دې کړي چې زمونږه د غريبانانو هم د حج سعادت نصيب شي۔

الله پاک دې مونږ ټولو ته د مکې مکرمې او د مدينے منورې عشق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔


 

 



[1]... سُبُلُ الْهُدیٰ، جلد:1، صفحہ:209 تا 211 خُلاصۃً۔