Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat
زمکې هٰغه ټوټه پيدا کړے شوې وه چرته چې اوس کعبه شريفه ده او د انسان د پيدائش نه هم دوه زره کاله مخکښې کعبه شريفه جوړه کړے شوې وه او فرښتو به د دې حج هم کولو۔ سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د کعبې شريفې د اَوَّلِيَّت شان۔۔۔!!
(2-3): کعبه شریفه د برکت او د هدایت والا ده
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د کعبې شريفې دويم او دريم خاصيت دا بيان شو:
مُبٰرَکًا وَّ ھُدًی لِّلْعٰلَمِیْنَ ۚ(۹۶)
(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:96)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: برکت والا دے او د ټول جهان والؤ د پاره هدايت دے۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کعبه شريفه د اِنسانانو او د پيريانو بلکې د فرښتو هم قبله ده، ځکه دې ته د عالَمِين (يعنې د ټولو جهانونو) هدايت وفرمائيلے شو او دا انسانانو ته د جنَّت هدايت ورکوي، ځکه هُدًی (يعنې هدايت ورکولو والا) وفرمائيلے شو۔ ([1])
منقول دي چې کعبه شريفه به د قيامت پۀ ورځ د وړومبۍ شپې د ناوې پۀ شان راپورته کړے شي نو کومو خلقو چې د دې حج کړے وي هٰغه خلق به د دې پۀ پړدو پورې زوړند وي او د دې نه ګير چاپيره به طواف کوي تر دې پورې چې کعبه شريفه به جنَّت ته داخله شي نو هغوئي به هم د دې سره جنَّت ته داخل شي۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې د کعبې شريفې يو خاصيت دا هم بيان کړے شو چې کعبه شريفه مبارکه يعنې د برکت والا ځائے دے۔ يقيناً چې د کعبې شريفې ډير برکتونه دي، پۀ دې کښې يـې يو اهم برکت دا هم دے چې د کعبې شريفې پۀ برکت سره شِفا ميلاؤيږي۔ علمائے کرام فرمائي: د مکې