Kaba Shareef Ki Khasosiyat

Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat

د دې آيتونو مبارکو پۀ خُلاصې بيانولو فرمائيلي دي: يعنې اے مسلمانانو! اے ټولو انسانانو! * پۀ يقين سره پۀ دې باندې ځان پوهه کړئ چې پۀ مخ د زمکه باندې د ټولو نه افضل کور کوم چې د خلقو د دِيني او د دُنيائي فائدو د پاره جوړ کړے شو هٰغه دے کوم چې پۀ مکه مکرمه کښې دے * بَيتُ المُقَدَّس کوم چې پۀ شام  (اوسني فلسطين) کښې دے، هغه پۀ درجه کښې هم د کعبې شريفې نه ورستو دے او پۀ فضيلت کښې هم د کعبې شريفې نه پس دے * دا (يعنې کعبه شريفه) ډير د برکتونو والا کور دے * دا صرف د انسانانو د پاره نۀ بلکې د ټولو جهانونو د پاره د هدايت سبب او د هغوئي راهنما دے * کعبه شريفه حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام جوړه کړې ده * د کعبې معظمې سره پۀ خوا کښې مقامِ ابراهيم کاڼے موجود دے * نور د دې پۀ شان پۀ زرګونو د قدرت نخښې کومې چې پۀ کعبه شريفه (او د دې پۀ خواؤ شاه د حرم پۀ حدونو) کښې موجودې دي * غرض دا چې څنګه زمونږه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بے مثله او بے مثاله دے، هم داسې د هغوئي کعبه هم بے مثله او بے مثاله قبله ده۔ اے مسلمانانو! تاسو د غير مسلمو خبرې مۀ اورئ! تاسو د کعبې شريفې د حج د پاره تيار اوسئ! څوک چې وَس لري نو هغۀ دې ضرور د کعبې شريفې حج وکړي، ياد ساتئ چې که تاسو د وَس لرلو باوجود حج ونکړو يا مو د حج نه اِنکار وکړو او غير مسلمه شوئ نو ستاسو نۀ خو څۀ الله پاک د ټول جهان نه بے پروا دے، د کعبې شريفې ابادي او د هٰغه ځائے حج پۀ تاسو باندې موقُوف [يعنې مشروط] نۀ دے، هلته به هُم هر وختې رونق لګيدلے وي۔ ([1])

د کعبې شريفې 6 خاصيتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيتونو مبارکو کښې الله پاک د کعبې شریفې 6 خاصيتونه ذِکر کړل: (1):کعبه شریفه د عبادت اولنے ځائے دے (2):کعبه شریفه


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:4 ، سورۂ آلِ عمران، زیرِ آیت:96-97، جلد:4، صفحہ:31 و 39 خلاصۃً۔