Kaba Shareef Ki Khasosiyat

Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat

بَرَکت والا ده (3): کعبه شریفه د ټولو جهانونو د پاره د هدايت سبب دے (4): پۀ کعبه شریفه کښې د اللہ پاک واضحه نخښې دي (5): کعبه شریفه د اَمن ځائے دے او (6): د کعبې شریفې حج کولے شي۔

(1): د کعبې شریفې شانِ اَوَّلِیَّت

  د کعبې شريفې وړومبے خاصيت دا بيان شو چې کعبه شريفه د دُنيا د ټولو نه وړومبے د عبادت ځائے دے۔ حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د زمکې هٰغه ټوټه چرته چې اوس کعبه شريفه موجوده ده، دا د زمکې د پيدا کيدو نه دوه زره کاله مخکښې جوړه کړے شوې وه او د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے:  لا زمکه نۀ وه پيدا شوې  د هغي  نه دوه زره کاله مخکښي  کعبه شريفه پۀ اوبو کښې د يو ډيرئ  پۀ شان وه، دلته به دوو فرښتو د الله پاک تسبيح کوله، بيا چې کله الله پاک د زمکې د پيدا کولو اراده وفرمائيله نو د هٰغه ډيرئ  نه يـې زمکه راخوره کړه۔ ([1])

معلومه شوه چې پۀ زمکه باندې وړومبے کور کيدل خو ډيره وروستنۍ خبره ده، کعبه شريفه د ټولې زمکې اصل دے چې د زمکې دا ټوټه د ټولو نه وړومبے پيدا کړے شوه او د دې نه ټوله زمکه خوره کړے شوه۔ سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د کعبې شريفې د اَوَّلِيَّت شان۔۔۔!!

د کعبې شريفې ودانې کله جوړه کړے شوه؟

يو ځل حضرت اِمام زَينُ العابدين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ کعبې شريفې پۀ خطيم کښې تشريف فرما وو، يو کَس د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: عالي جاه۔۔۔!! د کعبې شريفې طواف کله شروع شو؟ ولې شروع شو؟ او څنګه به کولے شو؟ اِمام زين العابدين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: کله چې الله پاک فرښتو ته ووئيل چې زۀ پۀ زمکه کښې خپل خليفه (يعنې حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام) جوړولو والا يم، هٰغه


 

 



[1]... سُبُلُ الْھُدیٰ ، الباب الاول، جلد:1 ، صفحہ:140 تا 141۔