Book Name:Kaba Shareef Ki Khasosiyat
وَ اتَّخِذُوْا مِنْ مَّقَامِ اِبْرٰھٖمَ مُصَلًّی ؕ
(پارہ:1، سورۀ بقرہ:125)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او (اے مسلمانانو!) تاسو د ابراهيم د ودريدلو ځائے د نـمانځه مقام جوړ کړئ۔
* کعبه شريفه هٰغه مبارک ځائے دے چي د دې سره پۀ خوا کښې د زَم زَم شريف کوهے دے، * زَم زَم هٰغه مبارکې اوبه دي چې دا د هٰغه مقصد د پاره دي د کوم مقصد د پاره چې دا وڅښلے شي، ([1]) * زَم زَم شريف چې د شِفا د پاره وڅښلے شي نو الله پاک شِفا عطا کوي، * زَم زَم شريف چې د تندې ماتولو د پاره وڅښلے شي نو تنده به ماتيږي، چې د لوږې د ختمولو د پاره وڅښلے شي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! لوږه به ختميږي، * هم دا هٰغه مبارکې اوبه دي کومې چې د دې د عظمت پۀ وجه پۀ ولاړه، د قبلې طرف ته پۀ مخ کولو څښلے کيږي، * زَم زَم هٰغه مبارکې اوبه دي چې د دې پۀ څښلو سره چې کومه دُعا وکړے شي هغه قبليږي۔
یہ زَمْزَمْ اس لئے ہے جس لئے اس کو پیئے کوئی اسی زَمْزم میں جنت ہے، اسی زَمْزمْ میں کوثَر ہے([2])
* د کعبې شريفې سره پۀ خوا کښې حجرِ اَسوَد دے، حجرِ اَسود هم جنَّتي کاڼے دے، دې له لاس وروړل ګناهونه ختموي، د قيامت پۀ ورځ باندې به د دې کاڼي دوه سترګې وي، پۀ کومو باندې به چې دا ليدل کوي ، ژبه به يـې وي پۀ کومه چې به دا خبرې کوي او د خپل اِستِلام کوونکي (يعنې ښکلولو) والا پۀ حق کښې به ګواهي ورکوي۔ ([3]) * د کعبې شريفې سره پۀ خوا کښې مَطَاف دے، دا هٰغه ځائے دے چرته چې د کعبې شريفې طواف کولے شي، پۀ دې ځائے کښې د 400 انبيائے کرامو عَلَیْہِمُ السَّلَام مزارونه دي * هُم د کعبې شريفې سره پۀ خوا کښې پۀ حطيمِ پاک کښې سنګِ اسماعيل يعنې د حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام او د هغوئي د مور بي بي حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْہا مزارونه دي، * د دې کعبې شريفې پۀ خوا کښې د صَفَا او مَروَه