Book Name:Ghazwa e Badar Aur Seekhne Ki Baatein
معلومه شوه چې د مسلمان بنده د کاميابۍ د پاره د ټولو نه بنيادي څيز اِطاعت دے، څوک چې د الله او رسول فرمانبرداره اوسي نو هغۀ ته به پۀ هر ميدان کښې کاميابي عطا کولے شي، څوک چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نافرمانه وي، هغۀ پۀ دُنيا کښي هم د رسوايۍ سره مخ کيږي او پۀ اخرت کښې هم پۀ نقصان کښې وي.
اِطَاعت د کاميابۍ وړومبے شرط دے
د نورو قومونو انداز که هر څنګه هم وي، البته د يو مؤمِن بنده د پاره پۀ هره سطح باندې د کاميابۍ د پاره د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اطاعت وړومبے شرط دے. د چا چې يقين نۀ وي، هغۀ دې تاريخ راواخلي او وه دې ګوري، مسلمانانو چې کله هم د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ احکامو باندې عمل کړے دے نو کاميابي د دوئي نصيب شوې ده او چې کله هم مسلمانانو د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نافرماني کړې ده نو دوئي د ذِلت او د رسوايۍ سره مخ شوي دي.
غزوۀ بدر ته وګورئ! د 313 مسلمانانو د عظيم الشانې فتحې پۀ اسبابو کښې يو بنيادي سبب اطاعت او فرمانبرداري ده. د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د ځان سره کړل او د مدينے منورې نه روان شو، هٰغه وخت د جنګ پۀ اراده باندې روانيدل نۀ وو، مقصد څۀ بل څۀ وو، پۀ لاره کښې ورته معلومه شوه چې کافران لښکر راولي او د بدر پۀ ميدان کښې يـې راجمع کوي، پۀ دې باندې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره مشوره وکړه چې اوس څۀ کول پکار دي نو د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق او د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما او نورو مهاجرو صحابه کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! (هُم ستاسو د پاره مو مکه