Book Name:Ghazwa e Badar Aur Seekhne Ki Baatein
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوک چې داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي. ([1]) راځئ چې دا دُرُود هُم په شريکه اووائيو.
(1) د يو زر ورځو نيکئ:
جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ
حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونکي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورې نيکئ ليکي. ([2]) راځئ چې مونږه ئې هُم په شريکه اووائيو.
(2) داسې ده لکه شبِ قدر ئې چې حاصل کړو
فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چې دا دُعا درې ځله اولوستله نو لکه هغه چې شَبِ قَدر حاصل کړو. ([3]) راځئ چې مونږه هُم دا دُعا په شريکه اووائيو.
لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ الْحَلِیْمُ الْکَرِیْمُ، سُبْحٰنَ اللّٰہِ رَبِّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبِّ الْعَرْشِ الْعَظِیْم
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد