Book Name:Ghazwa e Badar Aur Seekhne Ki Baatein
صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
څوک چې دا دُرُودِ پاک لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته کړے شي.([1]) راځئ چې دا دُرُود هُم په شريکه اووائيو.
(4) د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْک اللّٰہِ
حضرت اَحْمَد صَاوِی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل کوي: دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي ([2]) راځئ چې په شريکه ئې اُووائيو.
(5) قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ
يوه ورځ يو کس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تر مينځه کښينولو، په دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم حيران شو چې دا څوک ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چې کله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چې کله په ما باندې دُرُودِ پاک لوَلي نو داسے ئې لوَلي.([3]) راځئ چې مونږه ئې هُم په شريکه اووائيو.