Book Name:Wo Hum Mein Se Nahi
الحاج مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح كښې ليكي: د یَتَغَنَّ معنٰى ده: خوش الحاني او په ښكلي لهجه كښې لوستل. د دې نه معلومه شوه چې بد آواز والا دې هم د طاقت په قدر ښه قرآن شريف لولي چې خوش آوازي د قرآنِ كريم كالے دے. يو ځائے مفتـي صاحب ليكي دي: يو كس خپل آواز بد هم ويستے شي او څه ښه هم، مطلب دا دے چې كوم بنده څومره خائسته آواز ويستے شي، په هغه همره ښه آواز سره دې تلاوت اوكړي، دا مطلب نه دے چې د چا آواز ښه نه دے هغه دې هډو تلاوت نه كوي.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په حديثِ پاك كښې خو دا ارشاد اوشو چې څوك په ښه آواز او ښه لهجے سره د قرآنِ كريم تلاوت اونكړي، هغه زمونږ نه نه دے، خو نن مونږه غور اوكړو، مونږه خو د دې نه هم يو قدم شاته يو، پوښتنه كول يا لاس اوچتول مناسِب نه دي، په مونږ كښې دې هر يو پخپله غور اوكړي چې مونږه د قرآنِ كريم څومره تلاوت كوو؟
هائے افسوس! په مياشتو مياشتې تيري شي د قرآنِ كريم تلاوت كول خو لا لرې خبره ده، د دې [قرآنِ مجيد] ليدلو هم توفيق نه نصيب كيږي...!! كاش! مونږه د قرآنِ پاك، د الله پاك دې پاك كلام قدر اوكړو، الله پاك مونږ له سترګې راكړي دي، ژبه ئې راكړي ده، آواز ئې را عطا كړے دے، په دې سترګو د قرآنِ كريم زيارت اوكړو، په دې ژبه د الله پاك د كلام تلاوت اوكړو، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! په ژوند كښې به سكون راشي، الله پاك اوغواړي نو سينه به مو د قرآنِ كريم نه روښانه شي، دُنيا به مو ښكلي شي، او آخرت به مو هم خائسته شي.