Book Name:Sakhawat e Mustafa
ضرورت نه پاتې شوې، يو فقير ته ئې وركړه چې ستا د كوره به خزله اوځي او د هغه به ښيګړه اوشي. نور فرمائي: په دې كښې دوه حُكمونه بيان شوي دي: يو دا چې كوم مال په دې وخت كښې زيات دے خو صبا تا ته د دې ضرورت پيښيدے شي نو دا جمع اوساته، داسې نه چې نن نفلي صدقه وركړې او صبا پخپله خيرات غواړې، دويمه دا چې خيرات اول خپلو خپلوانو ته وركوه، بيا نورو ته، ځكه چې خپلوانو ته وركولو كښې صدقه هم ده او صِله رحمي هم ده. (مرآۃ المناجیح شرح مشکاۃ المصابیح، ج۳،ص۷۰۔۷۱)
د ټيلي تهون (عطيات مُهِم) ترغيب
خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! مونږه د خپل آقا و مولٰی، مکّي مَدَني مُصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سخاوت واقعات واوريدل، مونږ لره هُم پکار دي چې په فراخه زړه د اللہ پاک په لاره کښې مال خرچ کړو اِنْ شَــآءالـلّٰـه په 15 اکتوبر 2023، د اتوار په ورځ به د ټيلي تهون (يعني د چنده جمع کولو د مُهم سلسله) کيږي، خپل عطيات [يعنې چنده] دعوتِ اسلامي ته ورکړئ! ستاسو چنده په هر جائز، اصلاحي، فلاحي، روحاني او د خير ښيګړې په کارونو کښې لګيدے شي. په پاکستان کښې يو يُونټ 10 زره روپئ دے، د ربيع الاوَّل مياشت ده، که کيدے شي نو 1200 يونټه ورکړئ، که څوک 112 يونټس ورکولے شي هغه دې 112 يونټه ورکړي، که نه وي نو کم از کم 12 يونټه د ورکولو نِيَّت اوکړئ! چې څوک څومره همت کولے شي، څوک چې څومره توفيق لري، بهرحال په ټيلي تهون کښې حصّه ضرور شامله کړئ!