Sakhawat e Mustafa

Book Name:Sakhawat e Mustafa

زمونږ د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه د بے نيازئ دا شان وو چې په خپل کور مبارک کښي به ئې مال ساتل هُم نه خوښول بلکه فوراً به ئے صَدَقه کولو، چنانچه د يو ځل واقعه ده چې نبي کريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مازديګر د لـمانځه جَمعه ورکړه، چې څنګه ئې سلام اوګرځولو نو فوراً ئې خپل کور مبارک ته تشريف يوړلو، بيا ئې زر واپس تشريف راوړلو، صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان حيران شول! نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل چې ما ته په لـمانځه کښي خيال راغے چې د صَدَقے څه سره زر په کور کښې پراته دي، ما ته خوښه نه شوه چې شپه راشي او هغه په کور کښي پراته اوسي، ځکه ورغلم او د هغې د تقسيمولو مې اُووئيل۔ (صحیح البخاری ،کتاب العمل فی الصلاۃ،ج۱،ص۴۱۱،حدیث۱۲۲۱)

      حضرتِ سَيِّدُنا ابُوذَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ زه د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ووم، چې کله هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُحُد غَر اوليدلو نو اُوئے فرمائيل: ”که دا غر زما د پاره سره زر جوړ شي نو زه به دا نه خوښووم چې د دې نه دِ يو دِينار هُم ما سره د درې ورځو نه زيات پاتې شي، سِوا د هغه دِينار نه چي هغه زه د قرض ادا کولو د پاره ساتلے پريږدم۔

 (صحیح البخاری ،کتاب فی الاستقراض،ج۲،ص۱۰۵،حدیث۲۳۸۸)

ټولو نه زيات سخـي

حضرتِ سَيِّدُنا عبدُ الله اِبنِ عبّاس رَضِىَ اللهُ   عَـنْهُمَا فرمائي: ”رَسُولُ الله صَلَّى  اللهُ  عَلَيْهِ   وَاٰلِهٖ   وَ سَلَّم په خلقو كښې ټولو نه زيات سخـي دے او د سخاوت درياب به ټولو نه زيات هغه وخت په جوش كښې وو چې كله به په رَمَضان كښې