Sakhawat e Mustafa

Book Name:Sakhawat e Mustafa

د کميدلو نوم نه اخلي او هر وخت د دُنيا د نعمتونو او سهولتونو زياتولو په کوشش کښي لګيا اوسو۔

حضرت سَيِّدُنا مَجمَع انصاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دَ يو بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په باره كښې بيان كوي چې هغوئي اُوفرمائيل: ”د الله تعالٰى دا احسان چې زه ئې د دُنيا (د سهولتونو او اسانو) نه بچ كړې يم، د دے (يعني د دُنيا) د فراخئ (مثلاً د مال دولت وغيره) په صورت كښې د وركړو شوو نعمتونو نه غوره دے. ځكه چې الله تعالٰى د خپل خوږ نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره دُنيا نه ده خوښه كړي، ځكه ما ته هغه نعمتونه كوم چې الله تعالٰى د خپل نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره خوښ كړي دي، د  هغه نعمتونو نه خواږه دي،كوم چې هغه د خپل نبي (صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) د پاره ناخوښه كړي دي. (شُعَبُ الاِيمان ج٤ ص١١٧ حديث٤٤٨٩ مُلَخَّصاً)

 د دُنيا د مال او دولت ډير والے او د دې ښه ډير سهولتونه په لاس راتلل بيشكه نِعمَت دے خو د دې څيزونو نه بچ اوسيدل د دې نه غټ نِعمَت دے. (نیکی کی دعوت،ص۳۵)

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

دُنيا خوږه او شنه ده

د رَحمَتِ عالَم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فَرمانِ مُعَظَّم دے: دُنيا خوږه، شنه ده، څوك چې په دې كښې په حلاله طريقه مال ګټي او په صحيح حقونو كښې ئې خرچ كوي الله تعالٰى به هغه ته ثواب وركوي او هغه به جَنَّت ته داخل كړي او څوك