Sakhawat e Mustafa

Book Name:Sakhawat e Mustafa

خلقو ته د دِيني مسائلو زده كولو سعادت حاصليږي * د مدني قافِلے په بَرَكت جُماتونو كښې د ذِكر و اَذكار او درس و بيان سلسلے جاري وي * د مدني قافِلے په بَرَكت جُماتونه آباديږي. د جُماتونو آبادولو به څه وائې! حديث شريف كښې دي: چې كله يو بنده د ذِكر او لـمانځه د پاره جُمات ځائے اوګرځوي نو الله تعالٰى د هغه نه داسې خوشحاليږي څنګه چې خلق د خپل ورَك شوي كس خپل ځائے ته راتلو باندې خوشحاليږي.

 (ابن ماجہ،کتا ب المساجد … الخ،با ب لزوم المساجد … الخ،۱/ ۴۳۸، حدیث:۸۰۰)

راځئ چې! د ترغيب د پاره د مَدَني قافِلے يو مَدَني سپرلے واورو:

د مدني قافِلے په برکت ئې روزګار پيدا شو

د مُلتان (پنجاب، پاكستان) اوسيدونكي يو اِسلامي ورور د بيان خُلاصه ده چې هغه د ډيرې مودے نه د روزګار په سلسله كښې پريشانه وو، ډيرو ځايونو كښې ئې انټروِيو هُم وركړه خو څه كار ئې اُو نه لګيدو، په دې دوران كښې د هغوئي ملاقات دعوتِ اسلامي كښې شامِل يو اسلامي ورور سره اوشو، هغوئي تسلي وركړه چې وروره پريشانه كيږئ مه، تاسو د دعوتِ اسلامي مَدَني قَافِله كښې سفر اوكړئ، هلته د بيروزګارئ نه د خلاصيدو دُعا اوكړئ، اِنْ شَــآءالـلّٰـه د الله كرم به اوشي. يو څو ورځې پس په يوه كمپنئ كښې د هغوئي اِنټروِيو وه، هغوئي اِراده اوكړه چې د انټروِيو نه پس به  د درې ورځو مَدَني قَافِله كښې سفر كووم. انټرويو نه پس هغوئي د مَدَني قافِلے مسافر جوړ شو، مَدَني قَافِله كښې د سفر ئې دويمه ورځ وه چې خبر ورته راغے چې تاسو