Sakhawat e Mustafa

Book Name:Sakhawat e Mustafa

انټرويو كښې كامياب شوي ئې، چنانچه مَدَني قافلے نه چې بيرته راغلو نو يو څو ورځې پس ورته د كمپنئ له طرفه ليټر [يعني خط] هُم راغے. دغسې اَلْحَمْدُ لِلّٰه د مَدَني قافلے په بَرَكت ئې روزګار اولګيدو.

نوکري   كه   غواړئ،   راشئ    راشئ   راځئ            قافِله  كښې  لاړ  شئ   قافِله  كښې  لاړ   شئ

تنګدستي  به لرې  شي، هُم  آفت به لرې شي               واخلئ  ډير   بَـرَكتونه،  قافِله   كښې   لاړ   شئ

بيمارئ  به لرې  شي،   پريشاني  به  لرې شي             بس راځئ چې  لاړ  شو،  قافِله  كښې  لاړ  شئ

دا  خبره  د  عطاّرؔ،  واورئ  د  خپل  غمخوار               ټول  په جمع پكښې ځئ، قافِله كښې لاړ  شئ

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                                           جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا

جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

”د قرآنِ پاک تلاوت کول“ سُنَّت دي

د آخری نبی، رسول هاشمی صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1): زما د اُمَّت اَفضَل