Book Name:Sakhawat e Mustafa
عبادت تلاوتِ قرآن دے۔([1])(2): څوک چې د شپې د 200 آيتونو تِلاوت اوکړي، د هغه نوم به په عبادت ګزارو کښې ليکلے کيږي او څوک چې د 400 آيتونو تِلاوت اوکړي، د هغه دپاره به يو قِنطَار اَجر ليکلے کيږي، يو قِنطَار د 120 قیراط برابر دے اور يو قیراط د اُحُد غر همره دے. ([2])
اے عاشقانِ رسول! د قرآنِ کریم تِلاوت کول سُنَّت دي. زمونږ خوږ آقا، مکی مدنی مُصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په کثرت سره د قرآنِ کریم تلاوت کولو * حضرت عائشه صدیقه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا فرمائي: يو څيز به هُم خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تلاوت نه نه شو حصارولے * خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شپې په لـمانځه کښې کله کله د سورۂ بقرہ او سُورَۂ آلِ عمران تلاوت کولو * هره شپه به ئې د اوده کيدلو نه مخکښې د سُوْرَۂ سجدہ، سُورَۂ ملک، سورۂ بنی اسرائیل، سورۂ زمر، سُوْرَۂ کافرون، سُوْرَۂ فلق او سُوْرَۂ ناس تلاوت کولو.
اللہ پاک دې مونږ ته هم د قرآنِ مجيد د تلاوت کولو توفیق راکړي. آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
الٰہی خوب دے شوق قرآں کی تلاوت کا
شَرَف دے گنبدِ خضرا کے سائے میں شہادت کا
قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (1) د 312 صفحو