Book Name:Sakhawat e Mustafa
چې په دې كښې په حرامه طريقه مال ګټي او په غيرِ حق كښې ئې خرچ كوي، الله تعالٰى به هغه دَارُ الْهَـوَان (يعني د ذِلَّت كور) ته داخل كړي.
( شُعَبُ الايمان ج٤ ص ٣٩٦ حديث ٥٥٢٧ )
حضرت عَلَّامه عبدُ الرَّؤف مَناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك لاندې په فَيضُ الْـقَدِيركښې ليكي: معلومه شوه چې دُنيا په اصل كښې مذموم [يعني بده نه ده] ځكه چې دا د آخِرت پټے دے. په دې وجه څوك چې د شريعت په اِجازت د دُنيا يو څيز حاصل كړي نو دا څيز به په آخِرت كښې د هغه مدد كوي. (فيضُ القدير ج٣ ص ٧٢٨ تحت الحديث ٤٢٧٣)
لِـهذا مونږ ته هُم پکار دي چې د ضرورت نه زيات د دُنيا په مال پسې منډې نه وهو، په حرامو ذريعو د مال و دولت جمع کولو په ځائے د حلال مال ګټلو ذِهن جوړ کړو او د خپل وَس مطابق صدقه او خيرات هُم کوو، د خپلو خپلوانو، ګاونډيانو او نورو غريبانانو مالي مدد هُم کوو. حقيقت دا دے چې څوک د بل مدد کوي اللہ پاک د ده مدد کوي او د اللہ پاک په لاره کښې مال ورکولو سره مال زياتيږي، کميږي نه چنانچه:
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: صَدَقه په مال کښي کمے نه کوي او الله تعالٰى د معاف کولو په وجه د بنده عِزَّت زياتوي او څوک چې د الله پاک د رضا د پاره اِنکِساري [يعني عاجزي] کوي، نو الله پاک هغه ته اوچتوالے ورکوي۔ (صحیح مسلم ص ۱۳۹۷حدیث۲۵۸۸)
مال ئې ځان سره ساتل ښه نه ګڼل: