Book Name:Sakhawat e Mustafa
راځئ چې د ترغيب د پاره د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جُود و عطا نور واقعات واورو چې زمونږ په زړه کښي هُم د دِين د تروِيج و اشاعت [يعني د دينِ اسلام د ترقئ او د نيکئ دعوت عام کولو]، د جماتونو د خدمت، د مسلمانانو د مالي مدد او د الله پاک په لاره کښې د مال خرچ کولو رغبت زيات شي۔ چنانچه
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سخاوت واقعات
په غزوۀ حُنين كښې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دومره زيات سخاوت كړے وو چې د هغې اندازه نه شي لګيدے. هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کلو اوسيدونکو ډيرو خلقو ته سل سل اوښان عطا كړل.
(بخاری،۳/۱۱۸،حدیث:۴۳۳۷)
حضرت صفوان بن اُمَيَّه رَضِیَ الله عَنْه د (اسلام قبلولو نه مخكښې د غزوۀ حُنين په موقع باندې د) چيلو سُوال اوكړو، چې د هغې [چيلو] نه د دوو غرونو د مينځ ځنګل ډك وو، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ټولې چيلئ هغوئي ته وركړې. هغوئي خپل قوم ته راغلو او اووئې وئيل: ”اے زما قومه! تاسو اسلام قبول کړئ! په الله مې دِ قَسم وي! محمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) داسې سخاوت فرمائي چې بيا د محتاجئ ويره پاتې نه وي.“
(مشکاۃ المصابیح ،کتاب الفضائل والشمائل،ج۲، ص۳۴۶،حدیث۵۸۰۶)
حضرت سعِيد بن مُسَيَّب رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې حضرت صفوان بن اُمَيَّه رَضِیَ الله عَنْه اوفرمائيل: رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حُنين په ورځ ما ته مال را کول شروع كړو، حالانكه هغوئي زما په نظر كښې د