Book Name:Sakhawat e Mustafa
ټولو نه زيات ناخوښه وو، پس هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته مسلسل را عطا کولو را عطا کول، تر دې چې زما په نظر كښې دټولو نه محبوب [يعني خوښ] جوړ شو. (سنن الترمذی ،کتاب الزکاۃ،ج۲،ص۱۴۷،حدیث۶۶۶)
علمائے كرام فرمائي: د حُضورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه يوې ورځې سخاوت د سخي بادشاهانو د ټول عُمر د سخاوت او ورکړې نه زيات وو، ځنګل د چيلو نه ډك دے او حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم [ئې خلقو ته] عطا كوي او غوښتونكي مسلسل ګنړه جوړوي او حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شا ته كيږي. تر دې چې كله ټول مالونه تقسيم شو، نو يو د كلي اوسيدونکي كس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بدن مبارک نه څادر مبارک راښكلو، چې د هغې په وجه ئې په مباركه اُوګه او ملا مبارکه باندې د دې راښکلو نښه جوړه شوه، په دې ئې صرف دومره اوفرمائيل: اے خلقو! تادي مه كوئ، وَاللهِ تاسو به ما هيڅ كله بخيل نه وينئ.
(ملتقطاً،صحیح البخاری، کتاب الجہاد والسیر، باب الشجاعۃ فی الحرب۔۔الخ، الحدیث ۲۸۲۱، ج۲، ص۲۶۰،ملفوظات، ص۱۲۲)
دغه شان د حضرت سَهْل بن سَـعْد رَضِیَ الله عَنْه بيان دے چې يوې زنانه يو څادر راوړو، هغې عرض اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا ما په خپلو لاسو جوړ كړے دے، ما ستاسو د اغوستلو د پاره راوړے دے. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ضرورت وو ځکه ئې هغه څادر واخستلو، بيا خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ خوا ته تشريف راوړلو او هُم هغه څادر ئې د تهبند [يعني لَنګ] په طور تړلے وو. يو صحابي اوليدلو نو عرض ئې اوكړو: څومره ښه څادر دے دا ما ته راواغوندئ. خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم