Sakhawat e Mustafa

Book Name:Sakhawat e Mustafa

اوفرمائيل: آو [يعني ښه]! څه ساعت پس حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مجلس نه پاڅيدلو، بيا ئې بيرته تشريف راوړلو او هغه څادر ئې راټول کړو او هغه صحابي ته اوليږلو. صحابۀ كرامو رَضِیَ الله عَنْهم هغه ته اووئيل: تا ښه اونكړل، حالانكه تا ته معلومه ده چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو سوال کوونکي سُوال هُم نه رد كوي. هغه صحابي اووئيل: قَسَم په خُدائے! ما خو صرف د دې د پاره سُوال اوکړو چې كله زه مړ شم نو (د تبَرُّك په طور) دا څادر زما كفن جوړ کړے شي. حضرت سَهْل بن سَـعْد
رَضِیَ الله عَنْه فرمائي: هُم هغه څادر د هغوئي كفن جوړ شو.

 (صحیح البخاری ، کتاب العمل فی اللباس،ج۴،ص۵۴،حدیث۵۸۱۰) 

د وِصالِ ظاهري نه پس سخاوتِ مُصطفٰى

خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! تاسو اوليدل! زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دواړو جهانو سردار دے، الله پاك هغوئي مالك و مختار جوړ كړے دے، د ټولو خزانو كنجيانې ئې هم ورته عطا كړي دي، خو د ځان سره څه پاتې نه ساتي، بلكه ټول تقسيموي. بلکه د خپل ظاهري ژوند په شان د وصال نه پس هم د خپل اُمَّت پريشان حالو خلقو ته ورکړه كوي. كه د چا ذِهن كښې وسوسه راشي چې حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو د دُنيا نه تشريف وړے دے نو اوس څنګه د سوال كوونكو مدد كوي؟ نو ياد ساتئ چې! د الله پاك ټول انبياء په خپلو خپلو مزاراتو كښې ژوندي دي.

اعلٰى حضرت امامِ اهلسُنَّت شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: رَسُولُ