Book Name:Sakhawat e Mustafa
حاجتونو پوره كولو او مدد كولو يو څو واقعات واورو:
حضرت سَيِّدُنا شيخ احمد بن نفيس رَحْمَةُ
اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه يو ځل په مدينه منوره كښې د سختې
لوَږې په حالت كښې د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روضۀ انور ته حاضر شوم، عرض مې اوكړو: يا رَسُولَ
الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ
وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه اوږے يم. ناڅاپه مې سترګې پټي شوے، په دې دوران كښې يو كس
رابيدار كړم او ځان سره د تللو دعوت ئې راكړو، زه هغوئي سره كور ته لاړم،
كوربه راته كجورې، غوړي او د غنمو ډوډئ پيش كړه او اوئې وئيل: ځان ښه موړ کړه، ځكه
چې ما ته زما نيكه مدني مصطفٰى
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ
وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو د ميلمستيا حكم راكړے دے. چې کله هُم تاسو ته لوږه
محسوسيږي نو زمونږ خوا ته تشريف راوړئ. (حُجَّۃُ اللّٰہِ عَلَی
الْعٰلَمِین ص۵۷۳)
حضرت
سَيِّدُنا احمد بن محمد صوفي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه
فرمائي: زه د دريو مياشتو پورې په ځنګلونو كښې ګرځيدمه، تر دې چې زما ټوله څرمن
اوريژيدله. آخر دا چې زه مدينے مُنَوَّرے ته [د
حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ
عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روضۀ انور ته] حاضر شوم او ما د دواړو جهانو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار كښې سلام عرض كړو او اُوده شوم. په خوب كښې راته
د نبـي كريم صَلَّى اللهُ
عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار سعادت
نصيب شو، خوږ نبـي صَلَّى
اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: احمد!
ته راغلې! اوګوره ستا څه حال شوے دے! ما عرض اوكړو: اَنَا
جَائِعٌ وَاَنَا ضَیْفُـکَ يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! يعنې يا رَسُولَ الله
صَلَّى اللهُ
عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه اوږے يم او
ستاسو ميلمه يم. سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم