Book Name:Sakhawat e Mustafa
وروستو په خپله ملکي کرنسئ کښې کم از کم يو يُونټ جمع کړي، هغه ته د ايمان سلامتي نصيب کړې، د ځنکدن په وخت ئې کلمه نصيب کړې، قبر ئې د جَنَّت باغ جوړ کړې، يا رَبُّ الْعِزَّت! بے حسابه ئې جَنَّت ته داخل کړې. او څوک چې زياتې يونټې جمع کړي، مالِکِ کريم! په هغه باندې نور رحمتونه هُم نازل کړې او په جنت الفردوس کښې د خپل خوږ حبيب، آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاونډ ورنصيب کړې.
کوم زما مدني ځوئ يا زما کومه مدني لور چې نورو ته د يونټ جمع کولو ترغيب ورکړي، د دې کار دپاره ئې تيار کړي يا د دې دپاره په هره طريقه کوشش اوکړي، د هغوئي ټولو په حق کښې هُم دا دعاګانې قبولې کړې.
اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
دولسو دِيني کارونو كښې يو دِيني کار ”مدني قَافِله“
اَلْحَمْدُ لِلّٰه د دعوتِ اسلامي د مدني قَافِلو په بَرَكت د ډيرو خلقو په ژوند كښې مَدَنـي اِنقلاب راغلے دے. * مدني قَافِله كښې د سفر كولو په وجه د نيكو خلقو صُحبت حاصليږي. * د مدني قافلے په بَرَكت بيلمانځه خلقو ته د لـمانځه اَهَمِّيَّت معلوميږي * د مدني قافِلے په بَرَكت نوي نوي اسلامي ورونړه لـمونځ زده كوي * د مدني قافِلے په بَرَكت سنتونه او آداب زده كيږي * د مدني قافِلے په بَرَكت درس او بيان كول زده كيږي * د مدني قافِلے په بَرَكت اِنفرادي كوشش كول، صدائے مدينه لګول او علاقائي دوره وغيره كول زده كيږي * د مدني قافِلے په بَرَكت ډيرو