Sakhawat e Mustafa

Book Name:Sakhawat e Mustafa

هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره جِبرئيل عَـلَيْـهِ الـسَّلَام ملاقات د پاره حاضريدلو، جِبرئيلِ اَمِين عَـلَيْـهِ الـسَّلَام به (د رَمَضَانُ الْمُبَارَك په) هره شپه د ملاقات د پاره حاضريدلو او نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى  اللهُ   عَلَيْهِ   وَاٰلِهٖ   وَ سَلَّم به هغوئي سره د قُرآنِ عظيم دَوَر فرمائيلو.“ پس رسُولُ الله صَلَّى  اللهُ   عَلَيْهِ   وَاٰلِهٖ   وَ سَلَّم به د تيزې لګيدونكي هوا نه هم زيات د خير په مُعامَله كښې سخاوت فرمائيلو.  

(بُخارى ج١ ص٩ حديث٦)

واہ کیا جُود و کرم ہے شہِ بطحا تیرا                                               نہیں سنتا ہی نہیں مانگنے والا تیرا

وضاحت: اے د مدینے تاجداره صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو سخاوت او کرم نوازئ څومره ځانګړې دي چې تاسو نه غوښتونکے کله هُم ”نه‘‘ نه اوري، چې څوک هُم راشي، بيرته ډکه ځولئ ځي.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

کله ئې هُم څوک تش لاس نه دے ليږلے:

حضرتِ سَيِّدُنا جابِر بِن عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  فرمائي چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کله هُم يو غوښتونکي ته په جواب کښي د لَا (يعني نه) لفظ نه دے فرمائيلے۔  (شفاء شریف جلد۱ ص۱۱۱)

 یو ځل د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار کښي اَويا زره دِرهَمه راوړے شو نو هغه دِرهمونه ئې په يو پزَکي [چټائي] باندې کيښودل او خوا ته اودريدلو او تقسيمول ئې شروع کړل، يو سوالګر ئې هُم تش لاس بيرته