Book Name:Sakhawat e Mustafa
اُو نه ليږلو، تر دې چې ترينه فارِغه شولو۔
(اخلاق النبى وآدابه لابی الشيخ الاصبهانى،واماماذكرمن جوده وسخائه،الحديث:۹۵،ص۳۰،فيه ذكرسبعين الف درهم)
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
بعضې وخت به داسې هُم اوشو چې نبيِ رحمت شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د چا نه يو څيز واخستلو، قيمت ادا کولو نه پس به ئې هغه څيز هُم هغه ته يا بل کس ته عطا کړلو۔ يوه ورځ ئې د حضرتِ سَيِّدُنا جابِر بِن عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه يو اُوښ واخستلو [يعني قيمت ئې ورته ادا کړلو]، بيا ئې هُم هغه اوښ هغوئي ته د عطيه [يعني تُحفے] په طور ورکړلو۔
(صحیح البخاری ،کتاب البیوع،ج۲،ص۱۸، حدیث۲۰۹۷)
هُم دغسې ئې د اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عُمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه د اوښ يو بچے واخستلو [يعني قيمت ئې ورته ادا کړلو] بيا ئې هُم هغه [د اوښ بچے] حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله اِبنِ عمر (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) ته عطا کړو۔
(بخاری ،۲/۲۳،حدیث:۲۱۱۵)
خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! مونږ ته پکار دي چې مونږه د خپل خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې سُنَّت باندې هم د عمل کولو په نِيَّت يو بل ته د تُحفه پيش کولو عادت جوړ کړو ځکه چې تُحفه ورکولو سره مَحبَّت زياتيږي او دُښمني لرې کيږي۔
حکیمُ الاُمَّت مُفتی احمدیارخان نعیمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا دواړه عملونه ډير مُجَرَّب دي چا سره چې ډيره مُصافَحه کوئ، هغه دُښمني نه کيږي، که اِتفاقًا کله دښمني اوشي نو هُم د دې په برکت به نه اوګديږي، هُم دغسې يو