Sakhawat e Mustafa

Book Name:Sakhawat e Mustafa

ربّ سره، هغوئي ته به نه څه انديښنه وي او نه څه غم۔

      هُم دغسې په دريمه سيپاره سُوْرَةُ البَقَرَه آيت نمبر 261 کښي اِرشاد کيږي:

مَثَلُ الَّذِیۡنَ یُنۡفِقُوۡنَ اَمۡوَالَہُمۡ فِیۡ سَبِیۡلِ اللہ کَمَثَلِ حَبَّۃٍ اَنۡۢبَتَتۡ سَبۡعَ سَنَابِلَ فِیۡ کُلِّ سُنۡۢبُلَۃٍ مِّائَۃُ حَبَّۃٍ ؕ وَ اللہ یُضٰعِفُ لِمَنۡ یَّشَآءُ ؕ وَ اللہ  وَاسِعٌ عَلِیۡمٌ (۲۶۱)                                                                         

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: د هغوئي مثال، چې خپل مال د الله په لار کښي لګوي د هغه دانے په شان دے چې کومې ووه (7) وَګي اونيول، په هر وَګي کښې سل دانے، او الله به ئې د دې نه هُم زيات کړي د چا لپاره چې اوغواړي، او الله د فراخئ والا عِلم والا دے۔

      خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! مونږ که د الله پاک په لار کښي مال خرچ کوو نو هغه د زمکو او آسمانونو او ټولو جهانونو مالِک و خالِق دے، هغه کريم و جَوَّاد عَزَّوَجَلَّ به کرم اوکړي او زمونږه مال به زيات کړي۔ ډير خوش نصيبه مسلمانان داسې شته چې د خپل مال حُقُوقِ واجِبه ادا کوي، په خوشحالئ خوشحالئ په وخت زکوٰۃ او فِطره ادا کوي، خپل مالونه په مور و پلار خويندو ورونړو او اولاد باندې لګوي، د خپلو خپلوانو او اقرِباء په