Book Name:Sakhawat e Mustafa
وفات باندې د هغوئي د اِيصالِ ثواب د پاره د دعوتِ اسلامي مَدَني کارونو کښې خپل مال لګوي، د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ميلاد مناوهي، د دې نه علاوه نيک نِيَّتئ سره شفاخانے جوړوي، خپل مال د قرآن په ختم، په اِجتِماعِ ذِکر نعت او د سُنَّتو ډکو اجتماعاتو کښي لګوي، د جماتونو او مدرسو په تعمير کښې حِصَّه شاملوي، په درس و تدريس، درسِ نِظامي يعني عالِم کورس کولو کښي امداد کوي مَثَلًا د استاذانو تنخوا، د طلبه د کتابونو اخستلو او د قيام و طعام په اخراجاتو وغيره پوره کولو کښي خپله حِصَّه شاملوي، د قرآنِ کريم تعليم عام کولو کښي مدد کوي، د جُمات په انتظامي معاملاتو کښي مَثَلًا د بجلئ، ګيس بِل وغيره ادا کولو کښي حِصَّه شاملوي، د دينِ اسلام د ترقئ او د نيکئ دعوت عام کولو کښي د الله پاک ورکړي مال نه خپله حِصَّه لګوي، مَثَلًا غريبانان اسلامي ورونړو د دعوتِ اسلامي قافلو کښي ليږلو د پاره د هغوئي زادِ راه يعني خرچه ادا کوي، د سُنَّتو ډک درس ورکولو خواهشمندو غريبانانو اسلامي ورونړو له ”فيضانِ سُنَّت“ واخلي، په خپل دُکان، مارکيټ، جمات، محلّه، دفتر، کالِج وغيره کښي د اَميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه اصلاحي رسالے يا بيانات (ميموري کارډ وغيره) تقسيمولو په ذريعه خپل مال د الله پاک په لاره کښې خرچ کوي، د دې ټولو د پاره خوشخبري ده چې الله پاک به د هغوئي مال زياتوي او د دې ثواب به د 700 پورې زياتوي او صرف په دې بس نه ده بلکه اِرشاد فرمائي:
وَ اللّٰہُ یُضٰعِفُ لِمَنۡ یَّشَآءُ ؕ
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او الله به ئې د دې نه هُم زيات کړي د چا لپاره چې اوغواړي۔