Sakhawat e Mustafa

Book Name:Sakhawat e Mustafa

بل ته تُحفے ورکولو سره دُښمنئ ختميږي. (مرآۃ المناجیح ، جلد: 6، صفحہ: 368)

      خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! ياد ساتئ چې که تُحفه ورکول اخستل وي يا بل حساب کتاب خو چې هره معامله جائزه او د حلال مال په ذريعه وي، د حرام ګټلو او د حرام مال صدقه کولو ډير دردناک عذاب وي، چنانچه

      فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: څوک چې حرام مال ګټي او بيا ئې صَدَقه کوي هغه به قبول نه کړے شي او که د هغې نه ئې خرچ کوي نو د هغه د پاره به په هغې کښې بَرَكت نه وي او [که د مرګ نه پس ئې] په ځان پسې پريږدي نو دا به د هغه د پاره دوزخ ته د تللو ذريعه وي۔

  (شرح السنۃ للبغوی ج۴ ص۲۰۵،۲۰۶ حدیث ۲۰۲۳ دارالکتب العلمیۃ بیروت)

ځکه مونږ ته پکار دي چې د مال ګټلو د پاره صرف جائزه لار اختيار کړو او د حرام مال نه ځان لرې اوساتُو او د خپلو ضرورتونو نه علاوه هغه مال د الله پاک په لاره کښي په غريبانانو مسکينانو او حاجت مندو مسلمانانو ورونړو او خويندو باندې خرچ کړو، د جُماتونو، مدرسو په تعمير و اخراجاتو او د نيکئ په نورو کارونو کښي ئې اولګوو نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه ډير ډير برکتونه او د دُنيا او د آخرت خيرونه به اوګټو، چنانچه دريمه سيپاره سُوْرَةُ البَقَرَه آيت نمبر 274 کښي اِرشاد کيږي:

اَلَّذِیۡنَ یُنۡفِقُوۡنَ اَمۡوَالَہُمۡ بِالَّیۡلِ وَ النَّہَارِ سِرًّا وَّ عَلَانِیَۃً فَلَہُمۡ اَجۡرُہُمۡ عِنۡدَ رَبِّہِمۡ ۚ وَ لَا خَوۡفٌ عَلَیۡہِمۡ وَ لَا ہُمۡ یَحۡزَنُوۡنَ (۲۷۴

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : هغه خلق چې خپل مال خيرات کوي د شپې او د ورځې، په پټه او ښکاره، د هغوئي د پاره د هغې ثواب دے د هغوئي د