Book Name:Sakhawat e Mustafa
الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او ټول انبياء حقيقي، دُنياوي، روحاني او جسماني ژوند سره ژوندي دي. په خپلو قبرونو كښې لمُونځونه كوي، [هغوئي عَـلَيْـهِمُ الـسَّـلَام ته] رزق وركولے كيږي، چرته چې غواړي تشريف وړي، د زمكې او آسمان په سَلطنت كښې تَصَرُّف كوي. رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اَلْاَنْبِیَاءُ اَحْیَاءٌ فِیْ قُبُوْرِھِمْ یُصَلُّوْن يعنې انبياء په خپلو قبرونو كښې ژوندي دي او لمُونځ ادا كوي. (مجمع الزوائد باب ذکر الانبیاء علیہم السلام ۸/ ۳۸۶،حدیث: ۱۳۸۱۲از فتاویٰ رضویہ، ۱۴/۶۷۵)
او په يو بل حديثِ پاك كښې دي:
اِنَّ اللّٰہَ حَرَّمَ عَلَی الْاَرْضِ اَنْ تَا کُلَ اَجْسَادَ الْاَنْبِیَاءِ فَـنَبِـیُّ اللّٰہِ حَیٌّ یُرْزَقُ يعنې بيشكه الله پاك په زمكه باندې د انبياؤ بدنونه خوړل حرام كړي دي، د الله نبـيان ژوندي دي او هغوئي ته رزق هم وركولے كيږي.
(سنن ابن ماجہ، کتاب الجنائز، باب ذکر وفاتہ ودفنہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، ج۲، ص۲۹۱، الحدیث ۱۶۳۷)
او امام جلالُ الدين سُيُوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: انبيائے كرامو ته د مزاراتو نه بهَر د تللو او په آسمانونو زمكو كښې د تَصَرُّف كولو اجازت وي. (الحاوی للفتاوٰی رسالہ تنویر الحلک دارالفکر بیروت ۲/ ۲۶۳فتاویٰ رضویہ، ج۱۴، ص۶۸۵تا۹۰)
خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! بیان شوی احادیثو او د عُلمائے كرامو د تصريحاتو نه معلومه شوه چې زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او نور انبياء عَلَيْهِمُ السَّلام په خپلو خپلو قبرونو كښې ژوندي دي، او هغوئي ته رزق هم وركولے كيږي، په ټوله دُنيا كښې چې كوم ځائے ته غواړي تشريف وړي او د زمكې او آسمانونو په سَلطنت كښې تَصَرُّف هُم كوي. راځئ چې! د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وِصال نه پس د خپلو اُمَّتيانو د