Sakhawat e Mustafa

Book Name:Sakhawat e Mustafa

چې يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما مور و پلار دِ په تاسو قربان شي، هغه مشرک چې زه ترينه قرضه اخلم، هغه ما ته داسې داسې وئيلي دي، ستاسو سره هُم د قرض ادا کولو د پاره څه نشته او زما سره هُم هيڅ نشته، هغه به ما بيا رُسوا کوي، تاسو اجازت راکړئ چې زه هغه خلقو ته ورشم کوم چې مسلمانان شوي دي، تر دې چې الله پاک خپل رَسُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دومره مال عطا کړي چې په هغې زه خپل قرض ادا کړم، ما دا اُووئيل او د هغه ځائے نه را اُووتلم۔ د سحر په وخت کښي چې زه د تللو په اراده بهر اُووتلم نو يو کس په منډه منډه زما خوا ته راغلو او اُوئې وئيل: ”اے بلال! رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تاسو غوښتي ئې۔“ زه چې هلته اورسيدلم نو څه ګورم چې سامان بار شوي څلور اوښان موجود دي۔ ما د دننه ورتللو اجازت اوغوښتلو نو حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل: مبارک شه! الله تعالٰى ستا د قرض د ادائيګئ ذريعه جوره کړه، بيا ئې اُوفرمائيل: تا څلور اوښان اوليدل؟ ما عرض اوکړو: آو جي۔ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل: دا اوښان د فَدَک حاکِم راليږلي دي، دا په هغو باندې بار کړي غَلَّه او کپړے ټولې ته کيږده او د دې په ذريعه خپل قرض ادا کړه۔ ما د حُکم تعميل اوکړو او هُم دغسې مې اوکړل، بيا زه جُمات ته راغلم او رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته مې سلام عرض کړو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم را نه تپوس اوکړو: د هغه مال نه تا ته څه فائده حاصله شوه؟ ما عرض اوکړو: الله پاک هغه ټول قرض ادا کړو، کوم چې د هغه په رسول وو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل چې آيا د هغه مال نه څه پاتې هُم دي؟ ما عرض اوکړو: آو جي۔ هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل: