Book Name:Sakhawat e Mustafa
حَلب (شام) کښي مُـؤَذِّنِ رَسُول حضرتِ سَيِّدُنا بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره زما ملاقات اوشو او د هغوئي نه مې د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خرچ په باره کښي تپوس اوکړو نو هغوئي اُووئيل چې د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره به څه (مال) وو، د هغې د خرچ کولو ذِمَّه داري به زما وه، د بِعثَت نه وفات شريفه پورې دا کار زما په حواله وو۔ چې کله به څوک بے لباسه مسلمان د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوا ته راغلو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ما ته حُکم کولو او ما به د چا نه قرض راواخستلو بيا به مې په هغې څادر به واخستلو او هغه ته به مې ورواغوستلو او طعام به مې هُم پرې اوخوړلو۔ يوه ورځ يو مُشرِک راغے او ما ته ئې اُووئيل: اے بِلال! ته زما نه سِوا د بل چا نه قرض مه اخله، ما سره ډير مال دے۔ ما هُم دغسې اوکړل (يعنې بيا به چې کله د قرض راخستلو ضرورت پيښيدو نو د هُم هغه نه به مې راخستو)۔ يوه ورځ ما اودس اوکړو او اذان کولو د پاره اودريدلم نو څه ګورم چې هغه مشرک د ډيرو تاجرانو سره زما خوا ته راغے او ما ته ئې ډير بد رَد اُووئيل، او دا ئې اُووئيل: ”آيا تا ته معلومه ده چې په وعده کښې څو ورځې پاتې دي۔“ ما اُووئيل: د وعدے وخت نزدے راغلے دے۔ هغه اُووئيل: صرف څلور ورځې باقي پاتې دي، که په دې موده کښي تا قرض ادا نه کړو نو زه به تا غلام جوړ کړم او چيلئ به درباندې څرووم څنګه به چې تا مخكښې څرولې۔ ما چې دا واوريدل نو زما سره فکر پيدا شو، تر دې چې ما د ماسخُتن لـمونځ اوکړو نو رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هُم خپل کور مبارک ته تشريف يوړلو، ما ترينه اجازت واغستلو او په خدمت کښي حاضر شوم او عرض مې اوکړو