Book Name:Sakhawat e Mustafa
خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه دعوتِ اسلامي په ټوله دُنيا کښې د نیکئ دعوت عام کوونکے تحريک دے. د اللہ پاک په فضل و کرم سره * دعوتِ اسلامي د 80 نه زياتو شُعبه جاتو کښې د دِين خدمت کوي * دعوتِ اسلامي تر اوسه پورې په زرګاؤ جماتونه او په سوونو فيضانِ مدينه (مدني مرکزونه) جوړ کړي دي * وړو ماشومانو هلکانو او ماشومانو جينکو ته جُدا جُدا د قرآنِ کريم تعليم ورکولو دپاره تر اوسه پورې په مُلک او بيرونِ مُلک کښې 14290 (څلوارلس زره، دوه سوه او نوي) مدرَسَۃُ المدینه قائمې شوې دي، په دې کښي تقريباً 4 لاکھه 56 زره او 773 ماشومان او ماشومانې د قرآنِ کريم د حفظ و ناظره تعليم حاصلوي، او اَلْحَمْدُ لِلّٰه! 5 لاکهه 93 زره او 909 ماشومانو حِفظ و ناظره مکمل کړي دي * د عِلمِ دين حاصلولو (يعنې عالِم او عالِـمه کورس کولو) دپاره [د هلکانو او جينکو] جُدا جُدا جامِعۃُ المدینه قائمې دي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! تر اوسه پورې په مُلک او بيرونِ مُلک کښې 1350 (يو زر درې سوه او پنځوس) جامِعَاتُ الْمدِينه قائمې شوې دي, په دې کښي تقريباً یو لاکھ 18 زره او 613 طلبه و طالبات د درسِ نظامي (عالِم و عالِـمه کورس اوفيضانِ شريعت کورس) مُفت سعادت حاصلوي، تر اوسه پورې تقريباً 28 زره او 529 طلبه و طالباتو درسِ نِظامي (يعني عالِم کورس/عالِـمه کورس) او فيضانِ شريعت کورس مکمل کړے دے. دغسې په دې جامعاتو کښې ګڼ شمير مُفتيان هُم جوړيږي.
* نن صبا د شارټ کورس دَور دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! ستاسو دعوتِ اسلامي د شارټ کورسونو په ذريعه هُم د عِلمِ دِين رڼا خوروي، د اګست 2022ء نه