Sakhawat e Mustafa

Book Name:Sakhawat e Mustafa

(3) فرمانِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: اَلْجَــنَّةُ دَارُالْاَسْخِیَآء يعنې جَنَّت د سخيانو كور دے. ([1])

(4) زمونږ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: سخي الله پاك ته نِزدې دے، جنت ته نزدې دے، خلقو ته نزدې دے، د اور نه لرې دے او كنجوس د الله پاک نه لرې دے، د جنت نه لرې دے، د خلقو نه لرې دے، اور ته نِزدې دے۔ او جاهل سخي د الله پاک په نِزد د بخيل عالِم نه بهتر دے. ([2])

(5) يو بل حديث کښې اِرشاد فرمائي: اے انسانه! كه ته پاتې شوے مال خرچ كړې نو ستا د پاره ښه ده او كه هغه حصار اوساتې نو ستا د پاره بده ده او که په قدر د ضرورت ئې ځان سره اوساتے نو په تا ملامتيا نشته او په وركولو كښې د خپل عيال نه شروع كوه او پاسنے لاس د لانديني لاس نه بهتر دے. ([3])

د دې حديث په شرح كښې مُفَسِّرِ قرآن ، حضرت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يعنې د خپلو ضرورياتو نه پاتې شوے مال خيرات كول خو پخپله ستا د پاره فائده مند دي چې د هغې نه ستا څه كار نه اودريږي او تا ته به په دُنيا او آخرت كښې بدله نصىب شي، او دا حصارول پخپله ستا د پاره بد دي، ځكه چې هغه څيز به سخا يا ضائع شي او ته به د ثواب نه محرومه شې، په دې وجه حكم دے چې نوي جامے درته ملاو شي نو زړے جامے خيرات كړئ، چې نوي څپلئ درته الله پاك عطا كړي نو زړے څپلئ ستا د


 

 



[1]…فردوس الاخبار،۱/ ۳۳۳،حدیث :۲۴۳۰

[2]…سنن الترمذی ، کتاب البروالصلة ، باب ماجاء فی السخاء،۳/ ۳۸۷ ،حدیث :۱۹۶۸ بتغیرقلیل

[3]… صحیح مسلم،کتاب الزکاۃ،  الحدیث: ۱۰۳۶، ص۵۱۶