Book Name:Sakhawat e Mustafa
صدقاتو فضائل ئې هم بيان كړي دي او خلقو ته ئې د سخاوت كولو درس هم وركړے دے او د بُخَل مُذَمَّت ئې هُم کړے دے. لِهٰذا مونږ له هم پكار دي چې د زكوٰة په دې اهمه فريضه ادا كولو كښې سُستي نه کوو او خالص د الله د رضا د پاره ئې ادا کوو او د نفلي صدقاتو ذِهن هم جوړ كړو چې صدقه الله پاك خوښوي او د آفتونو، مصيبتونو لرې كولو سره سره د غريبانو مِسكينانو ضرورت هم پورا كوي.
راځئ چې! د سخاوت جذبه پيدا كولو د پاره د سخاوت په فضائلو پينځه فرامِينِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو:
(1).... سخاوت د جنت د ونو نه يوه ونه ده، چې د هغې ځيلئ زمكې طرف ته راښكته شوي دي، څوك چې د هغې [ځيلو] نه يوه ځيلئ اونيسي، نو هغه [ځيلئ] ئې جنت ته بوځي. ([1])
(2) خو نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: تَجَافَوْا عَنْ ذَنْبِ السَّخِیِّ فَاِنَّ اللّٰهَ اٰخِذٌبِیَدِہٖ کُلَّمَاعَثَرَ يعنې د سخي غلطئ مُعاف كړئ، ځكه چې كله هغه خطا كوي نو الله پاك د هغه لاس نيسي. ([2] )
يعنې الله پاک د هغه مددګار وي چې هغه ته په هلاكت کښي پريوتلو نه خلاصے عطا كوي. (اتحاف السادة المتقین،۹/ ۷۲۵،ملخصاً)